د نړیوال هوایي ډګرونه

د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر

د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د کابل ښار د مرکز څخه په ۵ کیلومترواټن سره پرته ده، په دې هوایي ډګر کې د امنیتي ځواکونو مرکز شتون لري او په همزمانه توګه د ۱۰۰ فروند طیارو ظرفیت په لرلو سره، د هېواد ترټولو مهم هوایي ډګر بلل کېږي.

یاد هوایي ډګر مخکې د کابل هوایي ډګر نومېده، خو تر ۲۰۱۴ کال وروسته یې د پخوانۍ جمهور رییس حامد کرزي د خدماتو پروړاندې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې او پارلمان له خوا په رسمي توګه، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په نوم ونومول شوه.

په وروستۍ لسیز کې، د نوي ترمینل په جوړولو سره، پکې پراختیا ورکړل شوی او مخکینی ترمینل یوازې د کورنیو الوتنو لپاره ګټه اخیستل کېږي.

د دې هوایي ډګر په څېرمه کې نظامي مراکزو لکه؛ د متحده ایالاتو نظامي ځواکونه، ناټو، آیساف، د افغانستان هوایي ځواکونه او ملي پولیس د ترمینل او مسافرو د امنیت په خاطر شتون لري.

د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوایي ډګر

د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوایي ډګر، د مزار شریف ښار ختیځ لورته په ۹ کیلو مترۍ کې پرته شوی. د طیاراتو د نشست و برخاست لپاره د رنوې دوه کرښه پکې موجود دي، یاد هوایي ډګر په همزمانه توګه د ۲۰۰۰ مسافرو د ظرفیت په لرلو سره، د هېواد ترټولو لوی هوایي ډګر بلل کېږي.

دغه هوایي ډګر د لومړۍ ځل لپاره، په ۱۹۵۰ زیږدیز کال کې، د پخوانۍ اتحاد جماهیر شوروي له خوا جوړه شوی، چې د شمال اوسېدونکو ته ډېرې آسانتیاوې رامنځته کړی.

په دې وروستیو کې د ۶۰ میلیون یورو په لګښت نوي ترمینل پکې جوړه شوی او مخکینی ترمینل یوازې د کورني الوتنې لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

د قندهار نړیوال هوایي ډګر

د قندهار نړیوال هوایي ډګر د قندهار ښار  سویل ختیځ لور ته، په کال ۱۹۵۶ تر ۱۹۶۲ پورې جوړه شوی، چې د ښارنه ۱۶ کیلو متره واټن او د بحر د ترکچې۱۰۱۷ متر ارتفاع لري. یادې هوایي ډګر د هوایي ډګرونو د معیارونو له مخې په کورني او نړیواله کچه کې د ګټه اخیسنې وړ ده، دم ګړۍ په ملکي او نظامي پروازونو کې د هيواد لویدیځ برخې یې د پلازمینې سره نښلوي. دغې هوایي ډګر په دې وروستیوکې بیارغول شوی چې د هوایي او ځمکنۍ خدماتو لکه: رنوې په ۳۲۰۰ متر اوږدوالی۴۵ متر عرض سره، تکسوي، اپرون، ترمینل، د تیل زېرمه، د هواپېژندنې ودانۍ، دV-sat دستګاوې، د کنترول تاور ودانۍ او د مخابرې دستګاوې سره سمبال شوی.

له دې هوایي ډګر څخه په ورځنۍ توګه ملکي او نظامي پروازونه ترسره کېږي او ترکابل نړیوال هوایي ډګر وروسته دویم نړیوال هوایي ډګر شمیرل کېږي. د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د خپلو پلانونو او اهدافو په مطابقت سره، د استندردو معیارونو سره سم، د هيواد په هوایي ډګرونوکې د خدماتو او آسانتیاوې زمینه برابرولو پرغاړه لرياو غواړي چې هوایي ډګرونه د ICAO(د هوایي چلند نړیوال سازمان) معیارونو تر کچه برابره کړي.

د هرات نړیوال هوایي ډګر

هرات ولایت د تاریخ له مخې اوږده مخینه لري، مخکې له دې چې د هند سمندر په اړه مالومات ترلاسه شي، د ابریشم پر لاره دهند، منځنۍ ختیځ، منځنۍ آسیا او اروپا ترمنځ په تجارت کې رغنده رول درلودې. د جغرافیایي موقعیت له مخې د لویدیځ او ختیځ مدنیتونو ترمنځ د تلاقي ځای غوندې رول لوبول، دغې ولایت د سیاسي تاریخ له اړخه د خراسان  تمدن د ګهواره په څېر پېژندل کېږي.

دغې هوایي ډګر د هرات ښار سویلي لورته په ۲۰ کیلو متری کې په ګذرګاه ولسوالۍ کې پرته ده او د افغانستان ترټولو پخوانۍ هوایي ډګر ګڼل کېږي،په ورځنۍ توګه له دې ځای نه د کابل، بامیان، نیمروز، فراه او نورو ولایتونو ته کورني پروازونه، همداراز په هره میاشتي کې دوه بهرني پروازونه د ایران مشهد خواته ترسره کېږي.

په دې هوایي ډګر کې نوي او پخوانی تاسیساتو لکه: کورني او بهرني ترمینل، رنوې، تکسوي، اپرون، د اطفایي د استیشن ودانۍ، تاسیسات د سوختګیري، د هوایي ترافیکو، د مخابرې مرکز او د هواپېژندنې ودانۍ شتون لري. همداسې رنوې په ۳۰۱۴ متره اوږدوالۍ، ۴۵ متر عرض، ۴۰۰۰۰ متر مربع رمپ په لرلو سره د بحر تر کچې۱۰۰۳ متر ارتفاع لري

او د VOR/DME استیشن د غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه ګټه اخیستنې ته سپارل شوی، د ICAOنړیوال سازمان د فضایي امنیت د تامینولو په برخه کې د اونکس ۱۷ په مطابقت سره په جدي توګه پاملرنه کړې ده، اوس مهال په اونۍ کې دوه بهرني پروازونه کورني او نظامي پروازونه له دې ځای نه ترسره کېږي، د ملکيهوایي چلند خپلواکې ادارې د خپلې پلانونه او اهدافو په مطابقت سره په هوایي ډګرونو کې د خدماتو او آسانتیاوې په برابرولو کې ژمنه ده.