بیوګرافی

د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې د عملیاتي معین په توګه د کپتان غلام جیلاني وفا لنډ ژوند لیک

ښاغلې غلام جیلاني وفا د فراه ولایت د ګلستان ولسوالي، په یوې روند آنده کورنی کې، په۱۳۴۲ کال کې نړۍ ته سترګې وغړولی. پلار یې په فراه ولایت کې د مخورو او روند آندو شخصیتونه څخه شمیرل کېده، سربېره پر دی ولسوالی په ښوونځۍ کېد سرمعلم په توګه دنده ترسره کول.

کپتان وفا تر اتم ټولګۍ پورې د سید سنو بکواه، ګلستان ملا محمد فراهي په لیسوکې زده کړی کړی، هغه د اول نمرګۍ د امتیاز په لرلو سره، په ۱۳۵۶ کال کې د مزار شریف، د غاز او نفت په تخنیکم کې شامل شوه،او د جیولوژیست انجینیر مرستیال انجینیر په درجه کې د جیولوژي معدن د رشتې څخه، په ۱۳۶۰ کال کې، د ۱۴ ټولګی نه فراغت ترلاسه کړ.

ده د تحصیلي بورسیې نه په ګټه اخیستنې سره د رقابتې آزموینې تیرولو نه وروسته، د پخوانۍ شوروي (قیرغیزستان) هېواد ته ولاړ، او په ۱۹۸۴ کال کې د لیسانس په درجه کې فارغ او په هوایي ځواکونو کې د پیلوټ په توګه شامل شو.  هغه تر۱۹۹۶کال پورې د سرپیلوټ، معلم پیلوټ، د کندک قوماندان، قوماندان د غوند،د هوایي ځواکونو د رییس ارکان او په دفاع وزارت کې د هوایي قوماندان په توګه دنده ترسره کړی دی.

د ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۷پورې په ملګرو ملتونوکې(UNAMA)، د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمیسیون کې (AIHRC)، د ملګرو ملتونو د کډوالوچاروپه کمیشنرۍ کې(UNHCR)، په کلیدي او مدیریتي بستونوکې کارکړی دی. د ۲۰۰۷ نه تر۲۰۱۶ پورې د ملګرو ملتونو د هوایي چلند په برخه کې، په کانګو او مراکش هېوادونو کې، تخنیکي، مسلکي او مدیریتې دندې پر مخ بیولی دي او د ۱۳۹۵د تله د میاشتې نه تر۱۳۹۶لړم میاشتې پورې، د هوایي ترافیکو د خدماتو تنظیم د رییس په توګه کار کړی. دی د هوایي چلند په برخه کې په بیلابیلو مدیریتي او ښوونیزو بستونو کې ۳۰ کاله کاري تجربه ترلاسه کړی ده.

د هغه د کاري تجربي په پام کې نېولو سره او د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې د وړاندیز پر اساس او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوری ریاست د مقام، د ۴۱۱ ګنه حکم په ترڅ کې،په ۲۵/۸/۱۳۹۶ نېټه کې د یادې ادارې د عملیاتي معین په توګه وټاکل شوه.

د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د لینډۍ ۱۹