د ملکي هوایي چلند تاریخچه

څرنګه چې ټولو ته څرګنده ده، افغانستان یو غرنۍ هېواد دی، چې د آسیا په لویه وچه کې، له څلورو خواوو په وچو او غرونو تړلې دی. د افغانستان تاریخي، جغرافیایي او اقتصادي ځانګړتیا په پام کې نېولو سره، په اوږد مهال او لنډ مهال کې د مواصلاتې لارو جوړونه، په وخت او هزینې سره ممکن وو، خو په اوسنۍ شرایطو کې، د هېواد د ملي بودجې په پام کې نېولو سره، ناشونې ښکاري. دغو ستونزو ته په کتو سره، غوره ده چې د ځمکنۍ ترانسپورت پرځای، د هوایي ترانسپورت نه ګټه واخیستل شي، چې د مسافرینو او توکو د لېږد را لېږد په برخه کې، د ترانسپورتي خدماتو وړاندې کولو، د هوایي کرښو په خلاصولو سره، موجوده ستونزه لري کېدای شي. چې دغې موضوع، د آریانا او باختر هوایي شرکتونو، د نویو طیاراتو په پېرودلو سره، او د عصري هوایي ډګرونو جوړېدنه، په ډېرۍ ولایتونو کې عملي بڼه وموند.

د دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د حمل و نقل د سریع السیرو(ځغلوال وسایلو) پراختیا ورو، ورو په افغانستان کې هم ترسره شوه.

لومړۍ ځله په ۱۹۲۳ کال کې، د هوایي ترانسپورت څخه، په افغانستان کې ګټه واخیستل شوه، چې هغه مهال یې ډېر لږ ګټه اخیستل کېده؛ تر هغه پورې یوازې، په نړیوالو پروازونو کې، محدود وو او د اوس په شان، دومره پرمختګ نه و موندلۍ.

ځینې نړیوالې کرښې، د افغانستان له فضا څخه، د تېرېدو اجازه غوښتنه وکړه، او په ۱۹۲۸ کال کې، یوازې د افغانستان او روسیې ترمنځ، یو کوچنۍ روسي الوتکه تګ را تګ کاوه، په ۱۹۳۸ کال کې، د دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د جرمني لوفت هانزا شرکت، یو درې ماشینې الوتکې د برلین څخه، د کابل او هرات په لور او له هغه ځای نه جاپان هېواد ته پرواز وکړ، د دویمې نړیوالې جګړې له کبله، اروپایي او آسیایي هېوادونو همداسې افغانستان، نیغ په نیغ او یا په غیر مستقیم توګه، اغیزمن شو او دغې اغیزې په هوایي کرښو باندې، کلونه ادامه درلوده.

په ۱۳۳۴ کال کې، د آریانا شرکت، د پانګې اچونې د اصولنامې په اساس، چې ۵۱٪ پانګه دولت ته او ۴۹٪ پانګه، اندیمارد کمپنۍ ته ورکول کېده، چې وروسته یې پان امریکن د هغه پرځای برخه واخیسته. په بهرني او کورني هوایي کرښو کې، په داکوتا ډوله الوتکې سره، په کار پیل وکړ، د دغو طیارو څخه د ۳۰ تنو ظرفیت په لرلو سره، د مسافرینو سر بېره، د سوداګریزو توکو د انتقال په برخه هم ګټه اخیستل کېده.

د ۱۳۳۵ کال په وروستیو کې، د ملکي هوایي چلند ریاست، د یوې رسمي دولتي مؤسسې په توګه، تاسیس شوه، چې لومړۍ ځل د پاکستان او ترکیي هېوادونو سره، ګډ تړون لاسلیک وکړ، او وروسته یې د قندهار نړیوال هوایي ډګر جوړ کړ.

د قندهار نړیوال هوایي ډګر له لارې، د دهلي او تهران واټن د کراچۍ په پرتله ۵۰۰ مایله نږدې دی او د آسیا د هوایي کرښو واټن په پام وړ اندازه، نږدې کېږي.

د کابل نړیوال هوایي ډګر چی اوس د حامد کرزی نړیوال ډګر نومیږی، د بهرنیو او کورنیو پروازونو په برخه، په عملي توګه، په ۱۹۶۳ کال کې، ګټه اخیستنې ته وسپارل شو. کابل د هېواد د پلازمینې په توګه، باید دهند، پاکستان، ایران، لبنان او اروپایي هېوادونو ته بهرني پروازونه، همدا راز، د هېواد د ننه لویو او کوچنیو ښارونو ته پروازونه ولري. سر بېره پر دې، د کابل نړیول هوایی ډګر، د روسیې اېر فلوت شرکت، د پروازونو وروستۍ ځای وو، چې له دې ځای نه، اروپایي هوایي کرښو ته نښلول کېده. همدا راز د افغانستان په نورو ښارونو کې، نوي او پرمختللې هوایي ډګرونه جوړ او کورنې پروازونه پراختیا ومونده.

په ۱۹۶۷-۱۹۶۸ کال کې، د باختر هوایي مؤسسه، د ملکي هوایي ریاست تر مشرۍ لاندې، جوړه شوه او د کانادا هېواد څخه، دوه فرونده تربو جت الوتکې وپېرل شوې. په ورته مهال کې، په بامیان، غور، نیمروز، تالقان، بدخشان، ارزګان او ځینو نورو لرو پرتو سیمو کې، د نوي هوایي ډګر په جوړولو سره، د پرمختګ زمینه برابره شوه.

د آریانا هوایي شرکت په پیل کې، د دوه فرونده داکوتا DC-3 ډوله الوتکې سره، خپل فعالیت پیل او د دوه فرونده DC-6، دوه فرونده DC-4، یو فروند ۴۴۰۰ کال وېر، ډوله او د ۷۲۷ جت بویینګ ډوله، مسافر وړونکې الوتکې سره، خپل فعالیت ته ادامه ورکړه.

د افغانستان مهمې هوایي کرښې:

د کابل، مزار شریف او هرات کرښې

د کابل، قندهار، هرات کرښې

د کابل، کندز، مزار شریف او هرات کرښې

په افغانستان کې ځینو بهرنیو کمپنیو فعالیت درلود چې په لاندې ډول دي:

د روسیې ایر فلوت کمپنۍ، په الوشن ډوله الوتکې سره، په افغانستان کې اوونیز پروګرام درلود، چې په تاشکند کې، د توقف نه وروسته مسکو خواته پروازونه کول.

د هند هوایي چلند کمپنۍ INDIAN AIRLINE په اونۍ کې، یو وار د جت بویینګ الوتکې سره، کابل خواته پروازونه ترسره کول.

د ایران هوایي چلند کمپنۍ (هما) د جت بویینګ الوتکې سره، دوه ځلې په اونۍ کې کابل خواته پروازونه کول.

د پاکستان هوایي چلند کمپنۍ  P.I.A د VIS CAUM ډوله الوتکې سره، په اونۍ کې دوه واره، د لاهور، کراچۍ او کابل ترمنځ پروازونه درلودل.

د بېروت هوایي شرکت I.A.M د DC-6 او DC-4 ډوله الوتکې سره، دوه ځلې په اونۍ کې، د کابل او بیروت ترمنځ پروازونه درلوده چې سوداګریز توکې یې لېږدول.

د هوایي کرښې په هره هېواد کې، د سوداګریزو پرمختګونو، اقتصادي پراختیاوو او هره برخه کې کارنده ونډه لري. په ۱۳۵۷ کال کې، د ترانسپورت وزارت، د یو بنسټ په توګه، د دولتي او خصوصي ترانسپورت تنظیم پر غاړه واخیسته.

هغه مهال هوایي ترانسپورت، د یو خپلواک بنسټ په توګه، فعالیت درلود چې وروسته، د ترانسپورت وزارت سره، یو ځای شو او دغه وزارت، د هوایي سکتور په برخه کې، د مسافرینو او توکو لېږد را لېږد ترسره کول.

په ۱۳۶۳ کال کې، یو ځل بیا، د ملکي هوایي چلند ریاست، د سیلانیتوب او هوایي خدماتو، د غوره والۍ په موخه، د ترانسپورت وزارت څخه جلا شو، په ۱۳۸۴ کال کې، بېرته د ترانسپورت وزارت سره یو ځای شو او یاد وزارت، د مسافرینو او توکو انتقال (د ځمکنۍ او هوایي ترانسپورت) په ګډه پرغاړه درلود.

د هوایي چلند اداره، د خپلې پالیسي له مخې، د وخت په پام کې نېولو سره، د کارکوونوکو د ظرفیت لوړتیا په برخه، د هېواد نه بهر او په کور د ننه، د معاصرو علومو بېلابېلو برخو ته، د زده کړې د اړتیاوو په اساس، په دریو وروستیو کلونو کې، د اړوندو اداراتو په همکارۍ سره، لاره برابره کړې ده.

کله چې د ملکي هوایي چلند د قانون تنفیذ (پلې کېدو) د ملي شورا له خوا تصویب او د ولسمشر له خوا، په ۱۳۹۲ کال کې توشېح شو، د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې، د مستقلې بودجې او جوړښت په لرلو سره، د ترانسپورت وزارت نه جلا شو.

د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت