- مسافرینوته د سفر پهترڅ کې مرسته رسولاو د خوښۍ او آرامتیا د احساس تامینول.په بله وینا: تر پیلوټ وروسته خورا ډېر مسؤلیتونه د خدمه پرغاړه دي.
- د آرامه او ډاډمن سفر په موخهامنیتي موضوعاتو او مسافرینوته رسیدګۍ.
- خدمه پرواز مکلف ده چې په بېلابیلو ډولو سره د مسافرینو آرامتیا او امنیت تامین کړي.
د پرواز نه مخکې د خدمه پرواز دندې:
- د پرواز په تړاو په جلساتو کې ګډون.
- د وسایلو بشپړول او د امنیتي تجهیزاتو د کار څېړل.
- مسافرینوته په طیارې د ننه هرکلۍ او لارښوونه.
- د تجهیزاتو څخهد سمه ګټه اخیستنې طریقې لارښوونه.
د سفر پرمهال د خدمې پرواز دندې او مسؤلیتونه:
- د مسافرینو اړتیاوو ته په موقع رسیدګۍ.
- په خواړه او څښاک سره د مسافرینو هرکلۍ.
- د پیلوټ خبرتیا مسافرینو ته رسول.
- د مسافرینو له لورې د تجهیزاتو څخه د سمه ګټه اخیستنې څارل.
د سفر د ختمېدو نه وروسته لاندینۍ مسؤلیتونه ترسره کړي:
- د مسافرینو د شخصي وسایلو سره د راوتلو څخه ډاډ ترلاسه کول.
- هرډول غیر عادي پېښې او دپرواز رپوټونه لېکل.
- وروستۍ پرواز ته د خواړه، څښاک او اړتیاوې ثبت او لیکل.