د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د اندونیزیا هیواد مرستیال سفیر سره وکتل

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د اندونیزیا هیواد مرستیال سفیر پاردیانتو سره په خپل کارې دفتر کې لیدنه او خبرې اترې وکړي.


په دې ناسته کې د اندونیزیا مرستیال سفیر په سیمه کې د تاوتریخوالي او د ایران او عراق ترمینځ د الوتنو محدودیت ته په کتو د اندونیزیا هیواد د هوایي شرکتونو د الوتکو پروازونه د افغانستان فضا له لارې او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د پروازونو پیل کولو غوښتنه وکړه.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده په ټول هیواد کې د ملکي الوتنو خوندي کولو پر اهمیت باندې ټینګار سره وویل، د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره له اړینې ټیکنالوژۍ سره بشپړ چمتووالی لري چې ټولو عبوري پروازونه او په ځانګړي ډول د اندونیزیا هیواد عبوري پروازونو لپاره اسانتیا برابره کړي ده.
او په عملي توګه د نړۍ د هوایي شرکتونو د الوتنو له تیریدو څخه هرکلی کوي چې په ایران او فارس خلیج کې د امنیتي ستونزو له امله یې خپله لاره تغیر کړي ده.
همدارنګه د لیدنې په جریان کې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د دواړو هیوادونو تر منځ د هوایي خدماتو د هوکړه لیک او د هوایي خدماتو د تړون پر لاسلیک ټینګار وکړ ترڅو پروازونه پیل او د دواړو هیوادونو تر منځ اقتصادي او سیاسي سهولتونه رامینځته کړي.
او وویل یې چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د پروازونو شروع به د اقتصادي همکارۍ ډیر فرصتونه رامنځ ته کړي.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس د انډونیزیا بازارونو ته د افغانستان د کورنیو تولیداتو په ځانګړي توګه وچې او تازه میوې صادرولو په شمول، وویل چې دا د اقتصادي ودې او د دواړو هیوادونو ترمینځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره مهم دی، او زیاته یې کړه چې د دوو هیوادونو د هوایي چلند ادارو ترمینځ د همکارۍ هوکړه لیک یا همکارۍ تړون لاسلیک کولو سره به د هوایي دهلیزونو له لارې د دې برنامې پلي کول چمتو شي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۶ سلواغه ۱۳۹۸