ملاقاتونه

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عملیاتي معین د همکاریو د هوکړې د لاسلیک په موخه تاجکستان ته سفر کړ

January 24, 2018

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عملیاتي معین کپتان غلام جیلاني وفا د تاجکستان جمهوریت پلازمینې دوشنبه ته، د یوې سفر په ترڅ کې، د ملکي هوایي چلند په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو هوکړې لاسلیک کړ. په دې سفر کې دملګري هېواد تاجکستان د هوایي چلند لوړپوړو مسؤلینو سره په ځانګړې توګه د هغه هېواد د ترانسپورت وزیر سره یې لېدنه او خبرې کړ.

د دغې سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ، د هوایي چلند په برخه کې، د همکاریو په اړه لازمې هوکړې وشوې او دواړو خواوو د عبوري کریدور په اړه د همکاریو ژمنه وکړې.

په دې کتنه کې پرېکړې وشوې چې تردې وروسته دواړو هېوادونو د هوکړې پر پلي کولو لېدنه ولري او خپلې وړاندیزونه یې د ایکاو سازمان او نړیوالو معاهداتو د معیارونو سره جوښت تر څېړنې لاندې ونېسي.

د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د سلواغه ۲

© 2017 د وپ سایټ ټول مادي او معنوي حقوق د افغانستان د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادار