حقیقي او حکمي اشخاص (کورني وي که بهرني) کولای شي تر دغو شرایطو لاندې د هوایي حمل او نقل مؤسسه جوړه کړي:
۱-له اړوندې ادارې څخه د پانګې اچونې د فعالیت جواز لرل.
۲- د الوتنې د مصؤنیت د مدیریت په ګډون د بشپړو فني اوادارې تشکیلاتو لرل.
۳- د هوایي حمل او نقل د مؤسسې د اساسنامې لرل.
۴-د مؤسسې د عملیاتو لارښود کتاب ( آپریشن منرال) لرل.
۵-په مرکز یا ولایاتو کې د فعالیت مرکز (مرکزي بیز) او د هېواد دننه او بهرکې د نماینده ګیو د تشکیلاتو لرل.
۶-د منظم سوداګریز پلان (بزنس پلان) لرل.
۷-د امنیتي پروګرام لرل.
۸-د ملکي هوایي چلند د نړیوال سازمان (ICAO) له خوا د مؤسسې ثبت او د درې توریز کود ټاکل.
۹-د الوتکو د ډول او د الوتنو د ډول مشخصول (مسافر یا کارګو).
۱۰-د دوه میلیونو امریکایي ډالرو معادل په د افغانستان بانک کې د ضمانت وړاندې کول.
۱۱-د وزیرانو شورا د اقتصادي کمیټې د تایید لرل.
د فعالیت د جواز شرطونه:
د خصوصي هوایي حمل او نقل مؤسسې مکلف دي د هوایي شرکت (AOC) د فعالیت د جواز لیک د صدور له نېټې څځه د شپږو میاشتو د مودې په ترځ کې لاندې شرایط بشپړې کړي:
د ملکي هوایي چلند د نړیوال ستندرد مطابق له ټولو ځانګړتیاوو سره د دوو وزرو الوتکو د ملکیت سندونو وړاندې کول.
۲-له پنځلسو کلونو لږ د استهلاک د دورې د لرونکې الوتکې لرل.
۳-د اروپایي اتحادیې د ملکي هوایي چلندد مقاماتو تایید.
۴-د الوتکو په تخنیکي ډیپو(ستور) سمبالتیا.
۵-له ځمکې څخه ځمکې او له ځمکې څخه هوا ته د ملکي هوایي چلند د مخابره وي وسایلو لرل.
۶-د ملکي هوایي چلند د نړیوالو مقرراتو مطابق د مؤسسې د الوتکو، مسافرینو او د الوتنې د عملي د بیمې د سندونو لرل.
۷-د تخنیکي سندونو، د الوتنې د وړتیا د تصدیق لیک، د الوتکو د غږ ثبت، او د الوتنې د عملي لایسنس لرل.
۸-د تشکیل مطابق د مسلکي پرسونل استخدامول او د فترونوفعالول.
۹-د الوتکو د ساتنې او ځارنې د منل شوې پروګرام لرل.
۱۰-د ملکي هوایي چلند د نړیوالومقرراتو مطابق د الوتکو د مصؤنیت دپروګرام لرل.
۱۱-د نړیوال هوایي ترانسپورت په انجمن (IATA) کې د مؤسسې د ثبت د سندونو لرل.
۱۲-د مؤسسې د پیلوټانو د آمر (جیف پیلوټ) د مسلکي او تجربوي سندونو وړاندې کول.
۱۳-د نړیوال ملکي هوایي چلند د مقرراتو مطابق د نورو ضروري سندونو وړاندې کول.