د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس د ولسمشر لومړي مرستیال سره ولیدل

د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح سره وکتل او د ملکي هوایي چلند ادارې د راپور شریکولو ترڅنګ د دغه ادارې پر وړاندې پرتې ستونزې یې ورسره شریکې کړې او همدا راز یې یادونه وکړه، چې په نړیوالو هوایي میدانونو کې د ناټو ځواکونو څخه د مسوولیتونو د لیږد څرنګوالی باید معیاري او د ملکي الوتنې سکتور باید پیاوړی شي.د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلو خبرو کې د ملکي هوایي چلند ادارې مشر ته ډاډ ورکړ، چې په هوایي ډګرونو کې پراته خنډونه او ستونزې به لرې شي او د اصلاحاتو لپاره یې د لازمو هدایاتو یادونه وکړه.

د عامه اړیکو او ارتباطاتو آمریت
21 وژی 1399