د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین امانزیب انصاري، د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد د مشارکت عامه رئیس فهد داود مومند او د ملکي هوايي چلند ادارې تخنیکي ټیم نن د کندهار او هرات له بین المللي هوایي ډګرونو څخه لیدنه وکړه

ښاغلي امانزیب انصاري د دواړو نړيوالو هوايي ډګرونو له مسوولینو سره د دغه هوايي ډګرونو په ستونزو، د یادو هوایي ډګرونو په معياري کولو او د هوايي ډګرونو د سرټیفیکشن په پروسه وغږېد.

ښاغلي انصاري د یادو نړیوالو هوايي ډګرونو مسوولینو او ځایې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې هوايي ډګرونه به په معیار برابر شي او د ۱۴۰۰م کال بودجه او کاري پلان د نورو فعاليتونو ترڅنګ د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر په شمول څلورو بین المللي هوايي ډګرونو معياري کولو ته ځانګړی شوي دې. انصاري زیاته کړه، چې د راتلونکي کال کاري پلان د هېواد څلورو نړيوالو ډګرونو ته د لازمو تجهیزاتو رانیولو، زيربناوو او په ظرفيت جوړونه متمرکز دی. ښاغلي انصاري د هېواد د نړيوالو هوايي ډګرونو د سرټیفیکیشن پروسې ته په اشارې وویل، چې د ملکي هوایي چلند د ادارې له لوري د (Airports Certification Roadmap) او ورسره تطبيقي پلان ترتیب شوی. اما ددی پروسې په کامیابۍ بشپړېدو لپاره باید ټول نړیوال هوایي ډګرونه د هوایي چلند نړيوال سازمان (ICAO) په معیار مخکې له مخی برابر او لازم ظرفیت ایجاد شي. د يادي پروسي لپاره او د ICAO Minimum Requirements یا حداقل ضروریات او الزاماتو پوره کولو لپاره د ملکي هوايي چلند د ادارې له لوري Assessment یا ارزيابي ترسره شوی او تطبيقي پلان جوړ شوی دی.

ښاغلي انصاري په خپله وینا کې وویل، چې د ملکي هوایي چلند ادارې ۵ کلن ستراتیژک پلان او د(Aviation Performance Improvement Plan ) مو ترتیب کړي او اوس یې په منظمه، مؤثره او مثمره توګه د تطبیقولو وخت را رسېدلی. هغه زیاته کړه، چې د څلورو نړيوالو هوايي ډګرونو ماسټر پلانونه د کار لاندې دي او ترڅنګ یې د ټول افغانستان هوايي ډګرونو لپاره (National Network Master Plan ) جوړېږي.

همدارنګه ښاغلي انصاري د کندهار هوایي ډګر د خارجي قواوو څخه د ملکي هوايي چلند ادارې ته د انتقال په پروسه مسوولینو ته د پلان مطابق لارښونې وکړې.
هغه د خارجي قواوو څخه د انتقال پروسې ته په اشارې وویل، چې د ملکي هوايي چلند اداره کې دا مهال د هوایي ترافیکو د برخې څخه بغیر په نورو برخو کی لازم ظرفیت جوړونه نه ده شوې، چی د راتلونکي کال په کاري پلان کې ذکر شوې برخې ته خاصه توجه شوي.

د دې ترڅنګ د متحده عربي اماراتو یو کنسورشیم چې د مختلفو کمپنيو مجموعه وه د کندهار او هرات د میدانونو د ارزونې او ارزیابۍ په موخه د ښاغلي انصاري ملتیا کوله، یاده کمپنۍ به په ډېر نژدې وخت کې په لاندې درېیو برخو کې فعاليت پیل کړي.

#لومړی: په میدانونو کې د نوې ټکنالوجۍ نوښت او استعمال رامنځته کول، چې میدانونه به په عصري ټکنالوجۍ سمبال شي.

#دویم: د میدانونو په معياري شکل د امنیت تامین، چی بين المللي ټولنې په خاصه توګه اروپايي اتحادیې ته د اعتبار وړ وي ترڅو د اروپايي اتحادیې د تور لېست څخه د وتلو لپاره مو یو قدم نژدې والی کړی وي.

#درییم: په غوره توګه د ځمکني خدماتو وړاندې کول، چې په دغه برخه کې د نوښتونو رامنځته کول او مسافرينو ته
د غوره خداماتو اسانتیاوې برابرول شامل دي.

د عامه اړیکو او ارتباطاتو امریت
۲۳ /سنبله/ ۱۳۹۹