د ملکي هوایئ چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده په کابل کې د اروپایي اتحادیې سفیر پیر میادون سره لیدنه وکړه.
دا لېدنه چې تیره ورځ (دوشنبه د تله ۱۵) د ملکي هوایي چلند ادارې په مقر کې وشوه ، دواړو لوریو د اروپايي اتحادیې او د افغانستان اسلامي جمهوریت تر منځ د ملکي هوایي چلند په برخه کې دوه اړخیزو همکاریو باندې خبرې اترې او بحث وکړ.


ډاکټر وفایي زاده په مونټی نیګرو کې د اروپایي اتحادیې خوندیتوب نړیوال سازمان ته خپل وروستي سفر ته په اشارې سره وویل له تور لیست څخه د افغان هوایئ شرکتونو ایستل د دې ادارې له لومړیتوبونو څخه دی.
د ملکي هوایئ چلند ادارې عمومي رئیس زیاته کړه چې پدې برخه کې مهم او مؤثر ګامونه اخیستل شوي چې د ادارې نړیوال همکاران هم په جریان کې دي.
په مقابل کې د اروپايي اتحادیې سفیر له تور لیست څخه د کورني هوایئ شرکتونو لرې کولو لپاره له افغانستان سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او وویل یې چې دوی د هر ډول هڅو تود هرکلی کوي.
د ناستې په جریان کې د ملکي هوایئ چلند ادارې ته د قاطع ملاتړ کونکو ځواکونو څخه د هیواد هوایئ ډګرونو کنټرول مسؤلیت لیږد په اړه د همغږۍ په اړه ګټور بحثونه او خبرې هم وشوي.
د ملکي هوایئ چلند ادارې عمومي ریاست د داخلي بخشونو کارونو په پلي کولو او د نړیوالو همکارانو (اروپایي اتحادیې او ایکاو) سره د همکارۍ په برخه کې کاري لومړیتوبونو ته په پام سره اداري او تخنیکي څانګو ته جدي لارښوونه کړې.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت