ننګرهار ته د ولسمشر د سفر په جریان کې چې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس هم د لوړ پوړي دولتي پلاوي په ترکیب کې برخه اخیستې وه
د ننګرهار ولایت خلکو د هوایي ډګر د جوړولو اهمیت د هیواد په ختیځو ولایتونو کې یو مهم اړتیا په توګه تکرار کړ.
ولسمشر په خپلو څرګندونو کې خلکو سره ژمنه وکړه چې د جلال اباد هوایي ډګر جوړونې عملي کار به ډیر ژر پیل شي. د هوایي ډګر ساحې د امکاناتو مطالعې لومړی مرحله د ایټالیاوي تخنیکي شرکت ټکنیټال لخوا ترسره شوې او تفصیلي مطالعات یې روان دي او ډیر ژر به بشپړ شي.
د ملکي هوایي چلند اداره په پام کې لري چې د یاد هوایي ډګر پروژي د لومړي برخې لپاره د تدارکاتو پروسه د یوې اونۍ په اوږدو کې پیل کړي، چې په کې فینس، احاطه او امنیتي برجونه شامل دي.
دا هوایی ډګر د هیواد ختیځ ولایتونه نورو ولایتونو او د سیمې بازارونو سره وصل کولو سربیره، په خراب هوا یا ناڅاپي شرایطو کې د کابل هوایي ډګر د بدیل په توګه کارول کیدی شي.
د یادونې وړ ده چې په دایکندي، تخار او جلال آباد ولایتونو کې د معیاري هوایي ډګرونو جوړول، او د روانو پروژو سربیره د ملکي هوایي چلند ادارې د ۱۳۹۹ کال کارې پلان کې شامل دي او کار به یې ډیر ژر پیل شي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۴ کب ۱۳۹۸