د درنو هیوادوال او مسافرینو د لیږد لپاره ځانګړي او یو طرفه الوتنې چې د الوتنو په درولو سره په بهرنیو هیوادونو کې بند پاتې دي دوام لري

سربیره پر دې چې د کرونا ویرس راوتلو بحران هوایي او ځمکنې ټرانسپورټي اړیکې پرې کړي؛ مګر د قرنطین مودې له پیل راهیسې د ملکي هوایي چلند ادارې په بهرنیو هیوادونو کې د میشتو افغان مسافرینو ستونزې درک کوي او د ا.ا جمهوریت د چارواکو او هغو بهرنيو هیوادونو سره په همغږۍ چې افغان مسافرين په کې بند پاتې دي د دې هیوادونو څخه د مسافرینو بیرته راستنیدو لپاره د الوتنو جوازونه ترلاسه کړي او پدې برخه کې د الوتنو ځنډولو راهیسې له ۱۶ زرو څخه زیات مسافرین د بهرنیو هیوادونو څخه د آریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو د ۱۰۰ څخه په ډیرو الوتنو کې د احتیاطي تدابیرو په پام کې نيولو او صحي چیک سره کابل ته رانتقال کړي دي.

همدارنګه د قرنطین ورځو له پیل راهیسې له بهرنیو هیوادونو څخه کابل ته د کارګو ۲۶ الوتنې ترسره شوي دي

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۲ غبرګولي ۱۳۹۹