د ملکي هوایي چلند ادارې د مشرتابه ناسته د ملکي هوایي چلند سکتور وضعیت د ارزونې په موخه ترسره شوه

د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه ناسته نن د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده، په مشرۍ ترسره شوه چې په کې د ملکي هوایي چلند سکتور وضعیت او د کرونا څخه وروسته دوره کې د سکټور فعالیتونو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

په دې ناسته کې د ملکي هوايي چلند ادارې رئیس د پخواني فرمان د ځنډولو او د ملکي هوایي چلند ادارې د جلا کیدو په اړه د جلالتماب ولسمشر وروستي فرمان هرکلی وکړ، او ويي ویل چې دا اداره یوه تخنیکي اداره ده او د ایکاو سازمان د معیارونو له مخې باید په خپل ځانګړي او مسلکي کړنو کې د عمل خپلواکي ولري.

هغه د ایکاو تفتیش پروسې کې د ادارې بریا لپاره د حکومت دا اقدام یو مهم ګام وباله چې ترڅو د سازمان معیارونه پوره کړي. هغه اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه چې د جمهوري ریاست عالي مقام فرمان سره سم خپلې کړنې په څرګنده توګه پلي او اړین اقدامات ترسره کړي.

همدارنګه پدې ناسته کې د ایکاو تفتیش پروسې پرمختګ وڅیړل شو او اړوندو څانګو ته لازمې لارښوونه وشوې چې د دې پروسې بریا لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کړي.

د غونډې اجنډا مطابق، د کورنیو او نړیوالو الوتنو بیا پیل په دقيق‌ چمتووالی او پلان د آیاتا اتحادیې او ایکاو سازمان وروستۍ پریکړې مطابق بحث وشو او عملیاتي مرستیال ته دنده ورکړل شوه چې په سیمه کې د اوسني وضعيت سره په همغږۍ دي د هوایي شرکتونو سره جلا ناستې ترسره کړي. او د دوی د فعاليت پلان د وقايوي تدابيرو په پام کې نيولو سره سم غوښتنه او بیاکتنه وکړي.

همدارنګه د الوتنې د سټنډرډونو عمومي ریاست او د هوایي ډګرونو عمومي ریاست ته هم لارښوونه وشوه چې د کورنیو الوتنو پیل لپاره اړین میکانیزمونه او کړنلاره رامینځته کړي، ترڅو که چیرې حکومت د ولایتونو ترمینځ د الوتنو بیا پیل کولو پریکړه وکړي نو د مسافرینو امنیت او خوندیتوب کچه لوړه، او د ویروس لیږد خطر کم شي.

سربیره پردې په دې ناسته کې د ملکي هوایي چلند ادارې په عایداتو د کرونا ویرس ناروغۍ اغیز موضوع باندې بحث وشو. د عوایدو د تنظیم رئیس په وینا د کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د هوایي چلند ادارې عاید شاوخوا ۱,۹ ملیارده افغانۍ کم شوو چې ۴۵٪ فیصده کموالی ښایي.

په وروستیو کې د هوایي چلند رئیس د اور وژنې څانګې د همکارانو چې کرونا ويرس باندې اخته و د بشپړې روغتيا ترلاسه کیدو خبر سره خپله خوښي څرګنده کړه او ټولو همکارانو ته یې سپارښتنه وکړه چې وقايوي تدابير په جلا توګه تعقیب کړي او د اختر په ورځو کې د عامې روغتيا وزارت د سپارښتنو مطابق د تلو راتلو او په اختر کې د يو بل لیدو څخه مخنیوی وکړئ.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۱ غبرګولي ۱۳۹۹