د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس په ملي شورا کې د کوچيانو استازي سره ولیدل

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده نن په خپل کاري دفتر کې په ملي شورا کې د کوچیانو استازي حمیده احمدزی سره لیدنه وکړه.
په دی لیدنه کې د هوایي ټرانسپورټ په برخه کې د خلکو ستونزې او د عادي او نورمال کورنیو الوتنو بیا پیل په اړه په تفصیل سره بحث او خبرې اترې وشوې.
د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۲۱ چنګاښ ۱۳۸۹