د ملکې هوایي چلند ادارې عمومی رئیس د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه!

د ملکې هوایي چلند ادارې عمومی رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده او ور سره د دی ادارې د پلان او پالیسۍ معین،امانزیب انصاري،دحامد کرزي نړیوال هوایي ډګر رئیس جنرال سید عمر صبور،د بشري سرچینو رئیس فرید احمد روان او د ملکې هوایي چلند ادارې د پروژو د پلي کولو رئیس هم شتون درلود.
د حامد کرزی نړیوال هوایي ډګر له مختلفو برخو څخه یې لیدنه وکړه د دغې لیدنې موخه چی د یکشنبی په ورځ تر سره شوه د نوموړي هوایي ډګر اوسني وضعیت څیړنه له نږدی څخه وه دملکې هوایي چلند ادارې عمومی مشر په دغه لیدنه کې چې د حامد کرزی د نړیوال هوایي ډګر مختلفو برخو څخه وشوه اړونده مسؤلینو ته يې د مسافرو د ښه وضعیت او اسانتیاوو په برابرولو کې سپارښتنه وکړه.


د ویلو وړ دی په دغه لیدنه کې د ملکې هوایي چلند ادارې عمومي مشر د مسافرینو چک او کنټرول دستګاه،ترمینال او عملیاتي ساحاتو څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د غوره او بهتره خدماتو سپارښتنه وکړه چې موثریت يې ډیر در لود.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۲۲ چنګاښ ۱۳۹۹
// // // //