د الوتنو/ پروازونو د ځنډ په اړه خبرتیا!

———-
ګرانو هېوادوالو!
د الوتنو یعنې پروازونو د ځنډېدو په اړه د هېواد د هوایي شرکتونو د خدماتو د چمتو کولو پروسې له مخې الوتنې/ پروازونه ځنډول کېږي که چېرته د هرې طیارې پرواز له اصلي هوایي ډګر څخه تر منزل پورې له ۳۰ د قیقو ډېر وخت ونېسي.
د پورته ذکر شوې تاییدي پروسې سره الوتنې/ پروازونه او مسافرین باید لاندې ټکي په پام کې ونېسي:
1. که چېرې هوایي شرکتونه د جواز دلایلو له امله نیم ساعت ځنډ وکړي او (د الوتنو لپاره د نا مناسبې هوا شرایطو ته په کتو غیرې متوقع پېښې رامنځته شي) دوی بیا مکلف دي، چې د افغانستان دولت ته (۱۰۰ زره افغانۍ) جریمه ورکړي. که چېرته اضافي الوتنه/ پرواز د پنځو ساعتونو لپاره وځنډول شي؛ نو هوایي شرکت مکلف دی، چې یو بدیله الوتکه د پرواز لپاره چمتو کړي او همدا راز مکلف دی په یو ساعت کې ۲۵۰۰۰ افغانۍ د افغانستان دولت ته جریمه ورکړي.
2. که د الوتني ځنډ د تخنیکي دلایلو له امله رامنځته کېږي او له څلورو ساعتونو څخه یې وخت ډېرېږي؛ نو هوایي شرکت مکلف دی، چې مسافرینو ته د الوتنې/ پرواز د ځنډ په اړه خبر ورکړي او یا هم تخنیکي راپور د ( اړینو اسنادو پر اساس) اړونده هوایي ډګر ته وسپاري. د دې ترڅنګ هوایي شرکت مکلف دی، چې مسافرینو ته د انتظار خونې یا مناسب ځای او یا هم له ( ترمینل) څخه بهر کوم ځای وټاکي.
3. کله چې مسافر هوایي ډګر ته ننوځي دوی له چک وروسته منزل ته د لېږل لپاره ځنډول کېږي؛ نو هوایي ډګر د مسافرینو مسوولیت پرغاړه نه اخلي بیا به(۱۵۰ زره افغانۍ) هوایي شرکت جریمه کېږي.
4. په هغه صورت کې، چې مسافر د الوتنې ځنډ یا د الوتنې د پرواز د لغوه کېدو او یا هم مسافر ټپي شوی وي؛ نو هوایي شرکت مکلف دی، چې ټپي شوې ډلې ته خساره ورکړي. که چېرې هوایي شرکت له تاوان ورکولو څخه ډډه وکړي مسافر دې د ملکي هوایي چلند ادارې د قوانینو او معاهداتو ترانسپورت ریاست ته مراجعه وکړي ستونزې او مشکلات به یې د شواهدو را ټولولو وروسته حل شي او خپل حق به ترلاسه کړي.
د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
13 میزان 1399