د کام ایر هوایي شرکت جواز AOC تمدید کړ

کام ایر شرکت د یو کال راهېسې د هوایي چلند د پلټنې د خوندیتوب ادارې تر لاندې د یوې بریالۍ ارزونې وروسته نن د ملکي هوایي چلند ادارې د مشرتابه لخوا وستایل شو.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس محمد قاسم وفایي زاده د یاد شرکت د ستاینې ترڅنګ وویل، د کام ایر ایرلاینز د نړیوال هوایي معیارونو سره سم د افغانستان د هوایي چلند قانون ICAO او IATA سره مطابقت لري.
د کام ایر هوایي شرکت مشرتابه د ملکي هوایي چلند ادارې د مسلکي چارواکو نه د پوره همکارۍ مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د الوتنو د قانون د پلي کېدو لپاره به په ګډه کار کوي.
د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
13 میزان 1399