د غور مرستیال والي د ولایتي شورا رئیس د دغه ولایت یو شمېر استازو او مخورو د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس سره د لیدنې ترڅنګ د دغه ولایت د هوایي ډګر، ځغاست لیکې او د هوایي ډګر د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د غور ولایت مرستیال والي حبیب الله رادمنش، د ولایتي شورا رئیس فضل الحق احسان، په ولسي جرګه کې د غور استازي ګلزمان خان او د دغه ولایت یو شمېر مشرانو نن د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس محمد قاسم وفایي زاده سره په لیدنه کې د دغه ستونزو یادونه وکړه.
په دې ناسته کې د غور مرستیال والي او د ولایتي شورا رئیس د ملکي هوایي چلند ادارې له دوامداره همکارۍ څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ غور ته د غځېدلې لویې لارې یعنې ځمکني ترانسپورت په برخه کې پرتو امنیتي ستونزو یادونه وکړه او ویې ویل چې د دغه ولایت هوایي ډګر دې پراخ او ځغاست لیکه دې جوړه شي. یادو مشرانو په خپلو خبرو کې د هوایي ډګر د اکسری ماشین د نشتوالي له امله په دې برخه کې د ملکي هوایي چلند له ادارې څخه د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس
د یاد ولایت له مرستیال والي او د ولایتي شورا رئیس د هڅونې او ښه راغلاست ترڅنګ یادې شوې ستونزې تایید کړې او ویې ویل، چې په دې برخه کې به جدي پاملرنه او لازم اقدامات ترسره شي.
د غونډې په جریان کې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د ملکي هوایي چلند د پروژو پلان جوړولو او پلي کولو رئیس او د ملکي هوایي چلند د امنیت رئیس ته لارښوونه وکړه، چې دغه ستونزو ته دې ژر تر ژره د حل لار ولټول شي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت
27 تله 1399