د هیواد د هوایي ډګرونو د امنیتي خدمتونو، عملیاتي مدیریت، ځمکني خدمتونو، سیستم جوړولو او ټکنالوژۍ تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې د هیواد په څلورو بین المللي هوايي ډګرونو کې د هیواد د هوایي ډګرونو د امنیتي خدمتونو، عملیاتي مدیریت، ځمکني خدمتونو، سیستم جوړولو او ټکنالوژۍ تړونونه لاسلیک شول
په چهارچنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسموکې د ملي امنیت سلاکار، د مالیې وزارت سرپرست، د چارو ادارې لوی رئیس او یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو هم حضور درلود، یاد قراردادونه د متحده عربي اماراتو د G42 شرکت رئیس منصور المنصوري او د ملکي هوایي چلند ادارې د رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده له لوري لاسلیک شول.
د یادو مراسمو په پیل کې د پانګونې اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب وویل، جمهوررئیس غني متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر پر مهال لارښوونه وکړه چې د متحده عربي اماراتو د ملي هوايي چلند برخو سره د همکارۍ پروسه پیل او له تجربو یې استفاده وکړو.
هغه زیاته کړه، د متحده عربي اماراتو د G42 شرکت له افغانستان سره د هوايي چلند په برخه کې د همکارۍ په خاطر خپله لېوالتیا او ژمنه څرګنده کړه او دغه شرکت د هوایي چلند، انرژۍ، روغتیایي خدمتونو، تېلو، ګاز او استخراجي صنایعو په برخه کې زیاتې تجربې لري.
عطاالله نصیب وویل، یاد درې قراردادونو د افغانستان په څلورو بین المللي هوايي ډګرونو حامد کرزي، مولانا جلال الدین بلخي ،احمدشاه بابا او هرات بین المللي هوايي ډګرونو کې د هوایي ډګرونو د ټکنالوژۍ او سیستم جوړولو او ځمکني خدمتونه، عملیاتي مدیرت او امنیتي خدمتونه، شامل دي.
وروسته د متحده عربي اماراتو د G42(GAAC) شرکت رئیس منصور المنصوري وویل، د ویاړ ځای دی چې افغانستان ته راغلی یم او د جمهوررئیس غني په حضور کې مو د متحده عربي اماراتو د G42 شرکت او د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې تر منځ د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.
هغه د هوایي چلند خدمتونو وړاندې کولو او مدیریت په برخه کې د G42 شرکت د تجربو په اړه معلومات وړاندې او زیاته یې کړه، د دغو تړونونو لاسلیکول د متحده عربي اماراتو او افغانستان ادارو د لازیاتې همکارۍ د فرصتونو پیل دی.
منصوري وویل، افغانستان او متحده عربي امارات دوستانه او تاریخي اړیکې لري او دغه مناسبات په وروستیو کلونو کې لا زیات پیاوړي شوي دي.
ورپسې جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې وویل، نن سهار موږ د نبي کریم (ص) نېکمرغه میلاد ونمانځه او په مازدیګر مو متحده عربي اماراتو سره د ستراتېژیکې همکارۍ تړون د متحده عربي اماراتو کمپنۍ سره لاسلیک کړ.
جمهوررئیس زیاته کړه، دغه قراردادونه واقعا ستراتېژیک دي. د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ سیاسي او تاریخې نېکې اړیکې د اقتصادي همکاریو بشپړ مشارکت نومولی شو.
جمهوررئیس وویل، افغانستان په خپلو هوایي ډګرونو کې سترې پانګې لري، خو متاسفانه دغه ظرفیتونه نه دي پېژندل شوي. موږ له اماراتو سره دغه همکاري په دې موخه ایجاد کړې چې تاسې د هوایي ډګرونو د ټکنالوژۍ او سیستم جوړولو او ځمکني خدمتونو او امنیتي خدمتونو په برخه کې غوره تجربې لرئ.
د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه: زه باور لرم چې زموږ د هوايي ډګرونو مسوولین او پرسونل، پېرېدونکي او خلک به متفاوت تغییرات احساس کړي.
جمهوررئیس وویل، موږ خپلو هوايي ډګرونو ته د مهمو زېربناو په توګه ګورو او په خپلو هوايي ډګرونو کې معیاري خدمتونو او هغو معیارونو ته چې د عملیاتي مدیریت او ځمکني خدمتونو له اړخه مهم دي، اړتیا لرو او د هوایي دهلېزونو له لارې د افغانستان د محصولاتو لېږد باید د همدغو معیارونو پر بنسټ ترسره شي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ هوايي ډګرونو ته د مهمو زېربناوو په توګه ګورو. د حامد کرزي بین المللي هوايي ډګر زیات ظرفیت لري چې د کارګو او مساپرو په بستر بدلېدای شي او د احمدشاه بابا او هرات بین المللي هوايي ډګرونه اماراتو ته لنډ واټن لري او د مولانا جلال الدین بلخي بین المللي هوايي ډګر کولای شي د مرکزي اسیا لپاره د وصل پر نقطه بدل شي، له یوه بل سره شبکه جوړوي چې له دې شبکې څخه په استفادې کولای شي لا زیات خدمتونه وړاندې کړي.