نن دوشنبه چې د عقرب ۱۹ مه نېټه ده د ایټالیا هېواد مرستیال سفیر د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس سره ولیدل.

په دغه لیدنه کې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس محمد قاسم وفایي زاده او د هوایي چلند ادارې کارمندانو برخه لرله د ایټالیا له مرستیال سفیر ” دینو سورینتینو” او د ایټالیا سفارت د اقتصادي همکارۍ رئیس “جواني ګرندی” سره د هرات نړیوال هوایي ډګر د بیارغونې په اړه خبرې وشوې، چې ایټالیا هېواد دغه ډګر د رغولو لپاره انتخاب کړی.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
۱۹ عقرب 1399