د بامیان ولایت په شیبر تو سیمه کې د هوایي ډګر سروې روانه ده.

د ملکي هوایي چلند ادارې د سروې ټیم د نوي هوایي ډګر د جوړولو لپاره بامیان ولایت ته لاړل تر څو په شیبر تو سیمه کې د هوایي ډګر د جوړولو لپاره سروې ترسره کړي. د سروې له بشپړېدو وروسته به د میدان جوړولو لپاره هم اړین ګامونه واخېستل شي.
تقریبا دوه میاشتې مخکې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده د یو تخنیکي پلاوي په مشرۍ د بامیان هوایي ډګر د اوسني وضعیت او له ستونزو لیدنه وکړه او د ګرځنده سکتور د پراختیا لپاره د نوي هوایی ډګر د جوړېدو د څېړنو وویل شو، چې د هوایي ترانسپورت لپاره اړینې اسانتیاوې چمتو شي.د دغه ولایت د دشت شهیدان، شیبر تو، دیوال بست، زراین او چمن ساحې له نژدې کتلو او مطالعې وروسته تعین شوي هئیت د شیبر تو سیمه مناسبه وبلله، چې په یاده سیمه کې د ملکي هوایي چلند ادارې سروې روانه ده.
بامیان د هېواد یو له لوی کرنیزو مارکیټونو څخه دی، چې د لاسي صنایعو او محلي محصولاتو په برخه کې تاریخي او ځانګړی اهمیت لري.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
۱۹/ عقرب/ ۱۳۹۹