د ملکي هوایي چلند ادارې له عمومي رئیس سره د چک جمهوریت د سفیر لیدنه ترسره شوه.

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده په کابل کې د چک جمهوریت له سفیر ایرژي بالون سره ولیدل.
په دې ناسته کې چې د هوایي چلند ادارې عملیاتي معین امانزیب انصاري هم برخه اخېستې وه، دواړه لورو د افغانستان د ملکي هوایي چلند په اداره کې پر دوه اړخېزو تخنیکي همکاریو او په بېلابېلو برخو لکه: د هوایي ترافیکو کنټرول، د الوتنې خوندیتوب او د کارکوونکو د روزنې او پر عملیاتي برخو تفصیلي خبرې وکړې.
او د دې ترڅنګ د ناټو ځواکونو څخه د افغانستان حکومت ته د هوایي ډګرونو د مسوولیت پر لېږد هم ټينګار وشو.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
۱۳/ لیندۍ/ ۱۳۹۹