د جنوبي اسیا هېوادونو او د ملکي هوایي چلند د ادارو رئیسانو اته ویشتمه غونډه ترسره شوه

۱ سلواغه ۱۳۹۹
د جنوبي اسیا د هېوادونو د ملکي هوایي چلند ادارو رئیسانو د روانو پرمختیایی همکاریو د عملیاتي خوندیتوب او د الوتنو وړتیاوو غونډه (COSCAP-SA) د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له ۱۹- ۲۰ نېټه په انلاین بڼه ترسره شوه.
دا غونډه هر کال د یادو هېوادونو د هوایي چلند د رئیسانو په شتون کې په یوه غړي هېواد کې ترسره کېږي مګر سږ کال د کرونا(کویډ ۱۹) ویروس د خپرېدو له امله انلاین ترسره شوه.
د دې غونډو ترسره کولو هدف او چوکاټ د فعالیتونو بر رسي کول، د هغې اغېزمنتوب او د غړو هېوادونو سره د روزنيزو برنامو او تخنیکي همکاریو لپاره د پلانونو ارزونه او تصویبول شامل دي.
باید یادونه وشي چې افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د COSCAP-SA غړیتوب ترلاسه کړ او سږ کال په دې ناسته کې د ملکي هوایي چلند ادارې دا دوهم ګډون دی.
دا چوکاټ په ۱۹۹۸ کال کې رامنځته شوی او په منظم ډول د پنځو غړو لپاره په یو هېواد کې دفتر لري، چې مخکې په بوتان کې و او اوس په مالدیپ کې قرار لري.
د همکارۍ دغه چوکاټ په اسیا او قیانوسیه کې د ایکاو سیمه ییز دفتر په ملاتړ او نوښت سره رامنځته شو او د نورو سازمانونو او هوایي چلند شرکتونو لکه د بوینګ ایرباس لخوا یې ملاتړ کېږي.
په دې ناسته کې، چې دوه ورځې یې دوام وکړ د تېر کال پلانونه او د ۲۰۲۱ کال لپاره په کاري پلان او همدارنګه د جنوبي اسیا د هېوادونو لپاره د COSCAP-SA کارپوهانو ګډې هڅې، تخنیکي همکارۍ او مسلکي روزنې په اړه تفصیلي خبرې وشوې.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان ملکي هوایي چلند ادارې زیات شمېر کارکوونکي د دې برنامې له لارې په بېلابېلو مسلکي برخو کې روزل شوي دي.
په دې ناسته کې د افغانستان په استازیتوب د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده، د پلان او پالیسۍ معین حسیب الله سروش، د الوتنو د خوندیتوب رئیس انجینر همایون ستانکزي او د دې ادارې د خوندیتوب مفتش شمیم هریوا په انلاین بڼه ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت