د ملکي هوایي چلند اداري عمومي رئیس، د ملي دفاع وزارت مرستیاله، د آریانا افغان هوایي شرکت، او کام ایر هوایي شرکتونو مشرتابه ترمنځ نن د دفاع وزارت د زده کوونکو د هیواد څخه بیرون لیږدولو لپاره ګډه ناسته ترسره شوه

نن د (۵ د جدي ۱۳۹۸) د ملکي هوایي چلند اداري عمومي رئیس، د ملي دفاع وزارت مرستیاله، د آریانا افغان هوایي شرکت، او کام ایر هوایي شرکتونو مشرتابه ترمنځ نن د دفاع وزارت د زده کوونکو د هیواد څخه بیرون لیږدولو لپاره ګډه ناسته ددې ادارې په مقر کې ترسره شوه.
په غونډه کې لومړی د هیواد د ملي دفاع وزارت مرستیالی منیره یوسف زاده د غونډې د تنظیم په خاطر یې د ملکي هوایي چلند له ادارې څخه مننه وکړه او وروسته یې د دفاع وزارت زده کوونکو د هیواد څخه بیرون د لیږدولو بهیر په ځانګړي توګه ترکیې، هند، او متحده عربي اماراتو ته د تحصیل لپاره خبرې وکړی. او د هوایي شرکتونو څخه یې د زده کونکو لپاره د اسانتیاو غوښتنه وکړه.


هغه زیاته کړه چې د ملي دفاع وزارت په کال کې له ۸۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ پورې زده کونکي د زده کړو لپاره بیرون له هیواد څخه لیږي.
د ملکي هوایې چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده وویل چې د MOU تفاهم لیک لپاره یوه ځانګړې ډله به د ملي دفاع وزارت، اریانا افغان هوایي شرکت او کام ایر هوایي شرکت ترمینځ تفاهم لیک تنظیم او وروسته لاسلیک کړي.
هغه زیاته کړه چې د دغه تفاهم لیک په لاسلیک کولو او د هیواد د امنیتي ځواکونو د لیږدولو په لړ کې د کورنیو هوایي شرکتونو لومړیتوب ته په کتو سره له یوې خوا زموږ کورني هوایي شرکتونه وهڅول شول او له بلې خوا به د Black Market مخه ونیول شي.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس د آریانا او کام ایر هوایي شرکتونو څخه وغوښتل چې د امنیتي ځواکونو د هڅولو او ملاتړ لپاره ټیکټونه د بازار په ورځینې قیمت ترتیب او یو ځانګړي تخفیف شامل کړي.
د آریانا افغان هوایي شرکت رئیس عالم شاه ابراهیمي وویل موږ د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو یو او حتی موږ کولی شو د ټیکټونو اجرا کولو لپاره د ملي دفاع وزارت ته یو ځانګړی User رامینځته کړو. همداراز د کام ایر هوایي شرکت استازي حاجي داود شریفي هم هرراز همکارۍ اعلان کړه او ویې ویل چې کام ایر هوایي شرکت چمتو دي چې د دفاع وزارت زده کونکو لپاره په ټیکټ کې تر ۲۵% تخفیف ورکړي.
په وروستیو کې ټینګار وشو چې یاد شوی تفاهم لیک باید ژر تر ژره د ملي دفاع وزارت، آریانا افغان هوایي شرکت او کام ایر هوایي شرکت تخنیکي ټیمونو لخوا په وخت تنظیم او ددې دریو ادارو ترمنځ دې لاسلیک شي
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۵ د جدی ۱۳۹۸