د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس په ملي شورا کې د ارزګان ولايت استازو سره ولیدل

د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده نن په خپل کاري دفتر کې په ملي شورا کې د ارزګان ولايت د خلکو استازو ګلالۍ محمدي او سناتور حاجي امان الله عظيمي سره لېدنه او خبرې اترې وکړي.


په دې لیدنه کې ارزګان ولایت ته د ځمکني ټرانسپورټ په لاره کې په پرتو ستونزو او دغه ولایت ته د الوتنو د بیا پیل په اړه هر اړخيز ه بحث وشو.
په ملي شورا کې د ارزګان خلکو استازو د ترینکوټ هوایي ډګر په جوړولو کې د ملکي هوایي چلند د ادارې د همکارۍ او همدارنګه د دې ادارې په هڅو کې د ملکي هوایی چلند په سکټور کې د معیاري کولو او د الوتنو د امنیت او خوندیتوب کچې لوړولو لپاره د همکاریو مننه وکړه.
دوی دغه ولایت ته د مسافرینو د پروازونو د بیا پیل غوښتنه وکړه.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د یادو اشخاصو خبرو په اورېدو سره د معیاري خدماتو په برابرولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د کورنیو الوتنو د بیا پیل لپاره منظم پروګرام د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ ترتیب شوی دی. او ډیر زر به د ټولو طبي او وقايوي تدابيرو په پام کې نيولو سره پیل شي.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۱۹ غبرګولی ۱۳۹۹
// // //