د پروازونو د بیا پیل لپاره د چمتووالی په اړه ناسته ترسره شوه.

دا ناسته د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده په مشرۍ او د هوایي ټرافیکو خدماتو رئیس غلام معصوم معصومي، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر تخنیکي مرستیال عتیق الله علیزي، د اریاناناس شرکت مسوول او د هریرود شرکت مسوول په ګډون ترسره شوه.

د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د بیلابیلو څانګو تر منځ همغږي، د کورنیو او نړیوالو الوتنو بیا پیلولو ته چمتووالی، او په هوایي ډګرونو کې د ملکي هوایي چلند د تنظیماتو لپاره د دستور العمل پلي کول، د کورنیو او نړیوالو الوتنو بیا پیل لپاره د دستور العمل پلي کیدل د کرونا ویروس په جریان کې او وروسته چې د ملکي هوایي چلند ادارې لخوا تنظيم او ترتيب او د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې لخوا تصویب او تائید شوي دی په پلي کيدو باندې ټينګار وکړ.


او د آریاناناس او هریرود شرکتونو ته يې دنده وسپارله چې د الوتنو د بیا پیل لپاره اړین تجهیزات چمتو کړي.

ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده زیاته کړه چې د مسافرینو لپاره د اړینو اسانتیاوو او معیاري خدماتو وړاندې کول په هوایي ډګر کې د ټولو څانګو دنده او مسؤلیت دی. چې په ځانګړي توګه په دې کرونايې ورځو کې باید په منظم ډول ترسره شي ترڅو د هوایي ټرانسپورټ له لارې د کرونا ویرس خپریدو او لیږد مخه ونيول شي.
د یادونې وړ ده چې د ملکي هوایي چلند ادارې د نړیوالې هوایي ټرانسپورټ اتحادیې (ایاتا) او د نړیوال ملکي هوایي چلند سازمان (ایکاو) د لارښوونو سره سم، د الوتنو بیا پیل او د هوایي ډګرونو او هوایي شرکتونو د فعالیتونو دستور العمل تنظیم کړئ چې دا دستور العملونه د کابینې لخوا تصویب شوی هم دی.
د ملکي هوایي چلند اداره د دې دوه دستور العملونو پراساس د الوتنو بیا پیل ته چمتو ده او د ځانګړو شرایطو لاندې د ټولو روغتیايي او وقايوي تدابيرو په پام کې نيولو سره به ډیر زر کورني او نړیوال الوتنې پیل شي.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۲۹ غبرګولي ۱۳۹۹