د آسیا پاسفيک سیمې د هوایي چلند ادارو د رئیسانو په دریمه آنلاین ناسته کې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ګډون

دا ناسته نن سهار په ۶:۳۰ بجو د کابل پر وخت د ملکي هوایي چلند د ادارو د کړنو او پلانونو په اړه د ایکاو غړو هیوادونو د کړنو همغږي کولو لپاره د الوتنو پیل او د هوایي شرکتونو د خوندي عملیاتو په اړه د اوسني وضعیت محدودیتونو په پام کې نیولو سره جوړه شوې وه، لومړی په تایلنډ، بنکاک کې د ایکاو سیمه ایز دفتر رئیس، هارون موشرا د غونډې اجنډا معرفي کړه او د آسیا پاسفيک سیمې هیوادونو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت يې ټینګار وکړ.
وروسته د کاناډا په مونټریال ښار کې د ایکاو سازمان سکرتر جنرال فانګ لیو د کویوډ – ۱۹ ویروس له اغیزو سره د مبارزې لپاره د سازمان پلان په ګوته کړ او د غړو هیوادونو ترمنځ د ملکي هوایي چلند سکتور د فعالیتونو اسانتیا لپاره د همغږۍ غوښتنه وکړه.
په تعقیب، د آسیا – پاسفيک سیمې د هوایي چلند رئیسانو په خپل وار سره په خپلو هیوادونو کې ترسره شوي پلانونه او کړنې تشریح کړې.
د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده په خپلو خبرو کې وویل چې په شته محدودیتونو او ددې کرونايې شرايطو متاثره کېدو سره د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې د ایکاو د لارښودونو سره سم د الوتکو او الوتنې عملې اسنادو نوي کولو لپاره ۱۲۰ – ورځې استثنا تمديد کړې دی. او هم د الوتنې د خوندیتوب اصول په پام کې نیول شوي او د نورو هیوادونو عبوري وضع شوي استثنا هم تایید شوې.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې د هوایي شرکتونو او هوایي ډګرونو لپاره دستور العمل او لارښودونه خپاره کړي ترڅو د روغتیايي اقداماتو او د خطر مدیریت سره سم پروازونه تنظیم کړي، او د کورني او نړيوالې الوتنو بیا پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د یادونې وړ ده چې د آسیا – پاسفيک سیمې د هوایي چلند ادارو د رئیسانو راتلونکې ناسته به د نورو اقداماتو د همغږۍ لپاره په راتلونکو دوو میاشتو کې ترسره شي.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۳۰ غبرګولي ۱۳۹۹