د حامد کرزی نړېوال هوایي ډګر څخه نړیوال پروازونه بیا پیل شول

وروسته د څو میاشتو ځنډ څخه د حامد کرزي نړېوال هوایي ډګر څخه نړیوال پروازونه نن پیل شول.
ترکش هوایي شرکت نن سهار ۷ بجې په یوه پرواز کې د استانبول څخه کابل ته ۳۵۰ مسافر انتقال کړه، او خپل پروازونه یې له سره کابل ته پیل کړل.
همد اراز ټاکل شوې ده د اماراتو هوايي شرکت سر له سبا د جون په ۲۵ د دوبۍ او کابل ترمنځ الوتنې بیا پیل کړي.

ټول هغه مسافرین چې ترکیه، متحده اماراتو، اروپایی هیوادونو او متحده ایالاتو ویزه یا د اوسیدنې جواز ولري کولاي شي سر د نن څخه نړیوال سفرونه وکړي.

د اریانا او کام ایر په ګډون د هیواد کورنيو هوایي شرکتونو خپل بهرني پروازونه عملاً پیل کړي دی.
د ملکي هوایي چلند ادارې لا دمخه د هیواد په نړیوال هوایي ډګرونو کې د اړینو اقداماتو په پام کې نيولو سره بهرنیو او کورنیو الوتنو پیلولو ته چمتووالی اعلان کړی وو.
د ټولو درنو مسافرینو او هوایي شرکتونو څخه مو غوښتنه ده چې د سفر له پیل څخه تر پای پورې د هیواد د ملکي هوایي چلند ادارې دستور العمل او د عامې روغتیا وزارت روغتیايي سپارښتنې تعقیب کړي او وقايوي تدابير په پام کې ونیسي.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۴ چنګاښ ۱۳۹۹
// // //