د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین او عملياتي معين د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر څخه لیدنه وکړه

د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین امانزیب انصاري او عملياتي معين کپټان احمد جاوید شهریار نن ( ۱۸ د چنګاښ ۱۳۹۹) وروسته له غرمې د حامد کرزی نړېوال هوايي ډګر د بیلابیلو برخو څخه لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې د یاد شوي هوايي ډګر فعلی وضعيت وڅیړل شو. همداراز د حامد کرزي نړېوال هوایي ډګر رئیس جنرال سید عمر صبور نظرونه واورېدل شول او اړوندو چارواکو ته د چارو د لا ښه والي او ښه پلي کولو په خاطر لازمې لارښوونې ورکړل شوې.

سربیره پردې، د پروژو د اغیزمنتوب او غوره تطبیق په خاطر د دې ادارې ریاستونو ته لارښوونه وشوه چې په یاد شوي هوايي ډګر کې د دخيلو ادارو سره په همغږۍ او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عالي مقام د لارښوونې سره سم د دی ادارې د جايدادونو د تخلیه لپاره لازم اقدامات وکړي.

یاد شوې جايدادونه به د پراختیایی پلانونو پلي کولو لپاره، په ځانګړي توګه د څلورو لویو پروژو، چې پکې د مسافرینو نوی نړیوال ټرمینل، د کارګو ترمینل، د صادراتو پروسس زون او د هوټل جوړول شامل دي خالي شي.

د یادونې وړ ده چې پدې ليدنه کې، د Arrival په ساحه کی د ګمرک د سکینرونو کارولو په اړه منظم پلان جوړ او د ترمينل د پراختيا په موخه د سکینر د ځای د تغیر، شمال او سویل ته د فعلي ترمينل د غځولو عملی پلان او اسکیچ ترتیب، د اریانا افغان هوايي شرکت لخوا د ملکي هوایی چلند ادارې پخواني تاسیسات چی بیدون د کومی استفادې څخه یی بند کړی تخلیه کول، او په ياد هوایي ډګر کې د ATM Building تاسیسات جوړولو لپاره نړیوال معیارونه په پام کې نيولو سره اړينې لارښوونې ورکړل شوې.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۱۸ چنګاښ ۱۳۹۹