د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د بامیانو مرستیال والي عتیق الله عتیق او د کهمرد ولسوال محمود سیغانې سره ولیدل وکړه

 

د بامیانو مرستیال والي ددې ولایت ټرانسپورټي ستونزو او د پروازونو د ټیکټ قیمتونو په اړه د ملکي هوایي چلند ادارې څخه د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ملکي هوایي چلند عمومي رئیس هم دغه ستونزې مني او وایي چې هغه به کام ایر هوایي شرکت او اړونده ریاستونو ته جدي لارښوونه وکړي چې دغه ستونزې ژر تر ژره حل او په اړه یې اقدام وکړي.


هغه دا هم وویل چې د باختر هوایي شرکت د رامینځته کیدو په پروسه کې دی او عملي کار یې د ۷۰ فیصدو څخه ډیر پرمختګ کړې چې په بازار کې یې مثبت رقابت رامینځته کړي او د ملکي هوایي چلند په سکتور کې د خدماتو کیفیت ښه کولو په ځانګړي توګه په کورنیو لارو کې به ښه والی راولي.

د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۸ سلواغه ۱۳۹۸