د خوست ولایت د هوایي ډګر ترمینل جوړولو کار جریان لری

په دې پروژه کې د ترمینل تعمیر جوړول، (ای ټې ایم) تعمیر، اپرون، (Water Tower) او د خوست د هوایي ډګر د وسایطو پارکینګ اسانتیاوې شاملې دی.
چې په مجموعي توګه ۹۹۱ میلیونه افغانیو په لګښت د هریرود ودانیز شرکت او سپټي اوغلو د انس مات دسټي (JV) سره تړون لاسلیک شوي. او تر دې دمه یې ۳۲ سلنه کار پرمخ تللي دی.


د دغه پروژي لګښت د دولت د پرمختیايي بودبجې څخه تمویل او د ۲۴ میاشتو په موده کې به بشپړه شي.
دغه پروژه د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه لپاره یوه مهمه پروژه ده چې په هیواد کې به د هوایي ټرانسپورټي خدمتونو په وده او پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۵ د مرغومی ۱۳۹۸