د عوایدو د تنظیم نوی رئیس معرفي شو.

۲۸ کب ۱۳۹۹
نن پنجشنبه د ملکي هوایي چلند ادارې عملیاتي معین امانزیب انصاري د عوایدو د تنظیم نوی رئیس عزیز نور احمدزی، چې د ازادې سیالۍ له لارې ټاکل شوی، د دې ریاست کارکوونکو ته معرفي کړ.
عملیاتي معین ښاغلي امانزیب انصاري د عوایدو د تنظیم رئیس ته د مبارکۍ ویلو پرمهال د دغه ریاست له مخکني سرپرست رئیس محمد امان مطهري نه مننه وکړه او د نوموړي هڅې او قدرداني یې وستایله، چې د ډېرو کلنو راهېسې یې د عوایدو راټولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او عزیز نور احمدزي ته یې د بریا هېله وکړه.
په اخر کې د عوایدو د تنظیم نوي رئیس عزیز نور احمدزي ژمنه وکړه، چې په خپله دنده کې به وطن ته صادقانه خدمت کوي او د دې ادارې د مخکې تګ لپاره به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي او خپل کوښښونه به جاري ساتي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت