د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر ګاراج جوړولو پروژې تړون لاسلیک شو

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ګاراج پروژې قرارداد د سپټي اوغلو انس مات شرکت سره تړون لاسلیک کړ.


دا قرارداد چې ۴۰۹۷۸۲۲۶ څلویښت ملیونه نهسوه اوه اتیا زره دوه سوه شپږویشت زره افغانۍ کیږي.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې لګښت ددې ادارې د پراختیایی بودیجې لخوا د شپږو میاشتو په موده تکمیل شي.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس نوموړی شرکت ته د تړون لاسلیکولو پروخت لارښوونه وکړه چې دا پروژه دی د لوړ کیفیت په درلودلو سره په خپل وخت بشپړه کړي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۸ د لړم ۱۳۹۸