د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ نوی معین او د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر نوی عمومي رئیس معرفي شول

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده نن د یو لړ مراسمو په لړ کې د دې ادارې عملياتي معين او رئیسانو، د پاسپورټ رياست سرپرست، د جرایمو پر وړاندې د مبارزې د کشف عمومي رئیس او د کورنيو چارو وزارت د یو شمېر نورو چارواکو په ګډون امانزیب انصاري د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ معین په توګه او جنرال سید عمر صبور د حامد کرزي نړېوال هوایي ډګر د عمومي رئیس په توګه د ادارې کارکوونکو ته معرفي کړل.
د ملکي هوایي چلند عمومي رئیس د پلان او پالیسۍ معین او د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر رئیس ته د مبارکی ویلو ترڅنګ د ملکي هوایي چلند د خدماتو په معیاري کولو د ملکي هوايي چلند سکټور د ټولو مشرانو او کارکوونکو پر لوی مسؤلیت او ماموریت ټینګار وکړ او ویې ويل د دې سکټور معیاري کول یوه اساسي مسله ده او تر هغه چې د اروپایي اتحادیې د تور لیست مسله او د دې سکټور د سرټیفیکیشن د ایکاو سازمان لخوا ترسره نشي، د افغانستان د ملکي هوایي چلند سکټور د وده کولو لار به بنده وي.

هغه زیاته کړه چې د هوایي ډګرونو د سرټیفیکیشن مسله یوه خورا مهمه او اساسي مسله ده د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر چې د افغانستان د ملکي هوایي چلند عمليات چې تقريباً د ۷۰ فیصده څخه زیات د همدې هوایي ډګر څخه ترسره کېږي. که چېرې د ۲۰۲۰ کال تر آخره سرټیفاي نه شي ممکن نړیوالې الوتنې د دي هوایي ډګره محدودې شي.
هغه د ملکي هوایي چلند ادارې د ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر له نوي رئیس سره همکاري او د چارو د ښه والي لپاره اساسي ګامونه پورته کړي.
ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده زیاته کړه چې د جمهوري ریاست سره د شوې هوکړې له مخې به له دې وروسته د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ټولې ادارې د یوه مشرتابه او سیستم لاندې فعالیت کوي او ټول به د هوایي ډګر رئیس ته راپور ورکونکي وي ترڅو د هر ډول ناوړه ګټه اخیستنې او د نه همغږۍ مخنیوي وشي.
هغه پر ټولو بنسټونو غږ وکړ چې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له نوي رئیس جنرال سيد عمر صبور سره د جلالتمآب ولسمشر په لارښوونه همکاري وکړي او له نوي رئیس څخه وغوښتل چې په یاد هوایي ډګر کې اساسي اصلاحات راولي.
د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د هیواد د ملکي هوایي چلند په سکتور د کورونا ویروس منفي اغیزې په ګوته کولو سره وویل چې پدې سکټور د ویروس اغیزې پراخه وه او د ادارې عاید شاوخوا ۴۰ میلیون ډالر کم شوی دی. خارجي الوتنو ته یې په اشارې سره وويل چې خارجي الوتني به د ټولو وقايوي تدابيرو په پام سره شروع شي.
همدارنګه هغه د داخلي الوتنو د بیا پیل یادونه هم وکړه ویې ویل چې داخلي الوتنې به ډیر ژر د ځانګړو شرایطو او د ټولو طبي او وقايوي تدابيرو په پام کې نيولو سره پیل شي.
ډاکټر محمد قاسم وفايي زاده د ملکي هوایي چلند ادارې د خپلواکۍ په اړه د ولسمشر د لارښوونې او فرمان هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره د تخنیکي او مسلکي څانګې په توګه چې له نړیوالو سازمانونو او د ایاتا اتحادیې سره سرو کار لري، خپلواکي یو اصل دی چې د ایکاو په تفتیش کې یوه غوښتنه وه.
د ملکي هوایي چلند اڅ رئیس ژمنه وکړه چې د هغو بنسټونو په همکارۍ چې د ملکي هوایي چلند سکتور کې کار کوي د اصلاحاتو پلي کولو لپاره به اساسي ګامونه پورته کړي او ژر تر ژره به اړین بدلونونه رامینځته کړي.
په دې مراسمو کې د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ نوي معین ښاغلي امانزیب انصاري، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر نوي رئیس جنرال سید عمر صبور او د جرمونو سره د مبارزې د کشف عمومي رئیس پاسوال جمشید توتاخیل خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې د دې ادارې د پلان او پاليسي او د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر نوی رئیس خپلو کارکوونکو ته معرفي شول.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۱۲ غبرګولي ۱۳۹۹