د لومړي ځل لپاره د ملکي هوايي چلند نړیواله ورځ د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې ولمانځل شوه

په دې مراسمو کې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده، د پرواز د ستندردونو عمومي ریاست سرپرست رئیس کپټان غلام جیلاني وفا، د آریانا افغان هوایي شرکت رئیس عالم شاه ابراهیمي، د کام ایر هوایي شرکت مرستیال فرید پایکار، د ملکي هوایي چلند ادارې رئیسان او کارکوونکو او د هوایي خدماتی شرکتونو نماینده ګانو برخه اخیستې وه.


مراسم د کلام الله مجید د څو آیتونو په تلاوت او د ملي سرود په خپرولو سره پیل شول.
وروسته د ملکي هوایي چلند ادارې عموي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده میلمنو ته ښه راغلاست وویل او د ملکي هوایي چلند د نړیوالې ورځې مبارکي یې د هوایي چلند سکتور ټولو کارکونکو ته ورکړه.
او یادونه یې وکړه چې دا لومړی ځل دی چې مونږ په هیواد کې د ملکي هوایي چلند نړیواله ورځ لمانځو دا په دې هدف ترڅو پدې برخه کې ددې سکتور د ټولو کارکوونکو د هڅو ستاینه وشی.
هغه د ملکي هوایي چلند ادارې پر وړاندې د موجوده لاسته راوړنو، ننګونو او ستونزو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د ملکي هوایی چلند په سکتور کې د ډیری ستونزو سربیره موږ ډیری ښې لاسته راوړنې او پرمختګونه درلودل چې دا کافي ندي، مګر لاهم اوږده لاره پرمخکې ده ترڅو موږ وکولی شو ځان د نړیوالو معیارونو سره برابر کړو.
هغه زیاته کړه چې اوس مهال د خپلواکو رادارنو نصبولو قرارداد د تالس شرکت سره د ۱۱۲ میلیون یورو نهایی شوی دی چې ټاکل شوې دا پروژه په جنوري کې پیل شي.
د افغانستان د خپلواکو رادارونو نصب کول د هیواد د ۱۲ نقطو څخه د افغانستان هوایی حریم د صفرې نقطي څخه تر ۴۵ زره فوټو پوری هوایي حریم کنټروله وی دې سره به وکولی شو د افغانستان هوایي حریم باندې مؤثره کنټرول او نظارت ولرو، د ختیځ – لویدیز دوه اړخیزه لارې په پرانستلو او اغیزمن کنټرول او نظارت سره به د افغانستان فضا څخه عبوری پروازونه زیات شي.
د افغانستان د فضایي خدماتو خوندیتوب ته په پام کې نیولو سره به د ۲۰۲۰ کال د جولایی میاشتي له لومړۍ نیټې څخه وروسته به د افغانستان د فضا څخه د هر عبورې پرواز فیس له ۷۰۰ ډالرو نه ۹۵۰ ډالرو ته لوړ شی.
ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده په خپله وینا کې د ملکي هوایی چلند په سکتور کې د خوندیتوب او خدماتو معیاري کولو ته هم اشاره وکړه او له هوایي شرکتونو یې وغوښتل چې د ایکاو د تفتیش په ترسره کولو او د اروپایې اتحادي د تور لیست څخه د وتلو لپاره دې د خوندیتوب ستندردونه په پام کې ونیسي.
هغه د ملکي پروازونو د استفاده کولو لپاره د فعال یا (Runway in use) ضد کارولو ته اشاره وکړه.
چې د عملیاتي مسائلو، خوندیتوب، او د مسافرینو د پروازونو د ځنډ په پام کې نیولو سره د خورا ځانګړي بیړني حالت څخه په استثنا سره باید فعاله رنوی کوم چې په ورته وخت کې د هوایي ډګر کنټرول ټاور لخوا اعلان شوی استفاده وکړي.
او همداراز هوایي شرکتونه نه باید په ورته مواردو کې د امتیاز ګیري لپاره بیدون د ملکي هوایي چلند اداره چې په هیواد کې د هوایي چلند خدماتو تنظیم او چمتو کولو مسولیت پر غاړه لری مراجعه وکړي.
هغه وویل چې ټول شرکتونه مکلف دي چې د افغانستان سټندرد مقررات رعایت کړی که نه نو جدي او قانوني اقدام به ورسره وشي.
ورپسې د آریانا افغان هوایي شرکت رئیس عالم شاه ابراهیمي او د کام ایر هوایي شرکت مرستیال فرید پایکار خبرې وکړې او د ملکي هوایي چلند نړیواله ورځ یې د ملکي هوایي چلند سکتور ټولې کورنۍ ته مبارکۍ وویله.
په وروستیو کې د ملکي هوایي چلند ادارې لخوا د ملکي هوایي چلند ځینې کارکونکو ته چې د ایکاو تفتیش د آمادګۍ په برخه کې فعاله ونډه لرله ستاینلیکونه ویشل شو
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۶ د لیندۍ ۱۳۹۸