د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عملیاتي معین د کندز والي سره وکتل

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عملیاتي معین کپتان غلام جیلاني وفا د کندز والي له ښاغلی عبدالجبار نعیمي سره په خپل کاري دفترکې وکتل. په دې کتنه کې د سرحدي پولیسو مشر نعمت الله حیدري، د لوی درستیز د اپراسیون ریاست د هوایي پلان مرستیال رحمت الله پردېس، د ولسي جرګې د مالي کمیسیون غړی انجینیر کمال، د کندز د ولایتي شورا غړو، د آریانا او افق شرق هوایي شرکتونو مسؤلینو او د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې ځیني رییسانو حضور درلودل.

 

 

 

 

د کتنه په ترڅ کې د کندز ولایت د امنیتي ستونزو او هغه ولایت ته د پروازونو د پیل په هکله خبري وشوې. د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عملیاتي معین د دې ادارې اړوندو ریاستونو ته لارښوونه وکړه چې د نوموړې ولایت د هوایي ډګر د ستونزو په اړه څېړنه وکړي او په اړه یې لازمې اقدامات ترلاس لاندې ونېول شي.

ښاغلي وفا همداراز خبر ورکړ چې په نږدې کې یوه تخنیکي پلاوې د الوتنو د څېړنې په اړه به کندز ولایت ته ولېږل شي.

هغه د کندز ولایت ځایي چارواکو او پتمنو وګړو ته ډاډ ورکړ چې د هوایي ترانسپورت په برخه کې به د آسانتیاوې زمینه برابره شي.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۷ د غویې ۱۰