د ملکي هوایي چلند د ادارې مشرتابه ژمن دی ترڅو ولس ته په شفاف او روښانه ډول راپور ورکړي

د ملکي هوایي ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده وايي، دغه اداره ملت او مسؤل ارګانونو ته د روڼتیا او حساب ورکونې د رامینځته کولو لپاره د یوې مؤثره او کارکونکې ادارې او بنسټیزو اصلاحاتو رامینځته کولو ته ژمن ده او په دې برخه کې یې پام وړ ګامونه اخیستي دي.
د ملکي هوایي چلند اداره د ایکاو تفتیش سره سم په بیلابیلو برخو کې د اصلاحاتو دوام ته ژمن ده او اړتیا ده چې د نړیوالو معیارونو سره سم دا اداره معیاري، او خپلو اتباعو ته مؤثره خدمات چمتو کړو، او په ویاړ سره یادونه کوو چې دا اداره په هیواد کې یو له څو لوی عایداتي ادارو څخه ده چې د عایداتو او مالي عوایدو زیاتوالی یې د فساد کمښت په ګوته کوي.
د ملکي هوایي چلند ادارې مشرتابه ژمن ده، چې د افغانستان اسلامی جمهوري دولت د اصلاحاتو ستراتیژۍ او اداري فساد پروړاندې د مبارزې په چوکاټ کې د فساد ضد پروګرامونه ددې ادارې په کارې برخو کې پلان او پلي کړي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۱۸ کب ۱۳۹۸