په هوایي ډګرونو کې د ملکي هوايي چلند د عملياتو د تنظيم دستور العمل او د کرونا ویروس په جریان کې او وروسته د کورنیو او نړیوالو الوتنو بیا پیل لپاره دستور العمل د کابینې لخوا تصویب او تائید شو.

 

د ملکي هوایی چلند ادارې د نړیوال هوایي ټرانسپورټ اتحادیې (ایاتا) او د نړیوال ملکي هوایي چلند سازمان (ایکاو) د لارښوونو سره سم، د الوتنو بیا پیل او د هوایي شرکتونو د فعالیتونو لپاره دستور العمل جوړ کړي.
لومړی دستور العمل د الوتنو د بيا پيل او د هوایي شرکتونو د فعالیت لپاره جوړ شوی دی.
بل دستور العمل د هوایي ډګرونو د فعالیت لپاره جوړ شوی دی.
دغه دوه دستور العملونه مخکې د ملکي هوایي چلند ادارې لخوا تنظيم شوې وو او د تصویب لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې ته استول شوې ول، چې خوشبختانه پرون د کابینې لخوا تصویب او تائید شو.
د دې دستور العمل پراساس، د ملکي هوایي چلند سکټور چمتو دی چې د نړیوالو الوتنو لپاره په کور دننه او بهر کې د ملکي الوتنو عملیات بیا پیل کړي.
په هوایي ډګرونو کې لازم چمتووالی نیول شوي او ځینې نور تدابیر تر کار لاندې دي چې ډیر ژر به پلي او الوتنې به بیا پیل شي.
د مختلفو هیوادونو مختلف شرکتونو دمخه د بهرنیو الوتنو بیا پیل لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی وو؛ مګر د وضعیت د بدلون له امله، یو شمیر شرکتونو خپلې الوتنې وځنډولې؛ ولی ترکش ايرلین د جون ۲۴ نيټه او د امارات هوایي شرکت د جون ۲۵ نیټه د الوتنو د بیا پیل خبرتیا ورکړی او هغه خلک چې ویزې یا اقامه ددې هېوادونو لري کولی شي په ټاکل شوي نیټو کې دې هیوادونو ته سفر وکړي.
د مرکزي آسیا هیوادونو د جولای له لومړۍ نیټې څخه د الوتنو له سره پیلولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ؛ خو هند او پاکستان د جون د میاشتې تر پای پورې په الوتنو بندیز لګولی دی.
کورني هوایي شرکتونه د بهرنیو شرکتونو د الوتنو د بیا پیل سره سم په ورته وخت کې دې بهرنیو هیوادونو ته خپل الوتنې پیلوي.
د یادونې وړ ده چې یاد دستور العمل د ایاتا نړيوالی اتحادیې او ایکاو نړیوال سازمان لارښوونو سره سم تنظيم شوي دی.
همدارنګه د هیواد په هوایي ډګرونو کې وقايوي او روغتیايي ټول اړین اقدامات د الوتنو په جریان کې په پام کې نیول شوي او الوتنې د ځانګړو او نوي شرایطو لاندې پیل کیږي.

د اطلاعاتو او عامه اړيکو آمريت
۲۷ غبرګولي ۱۳۹۹