د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر له خوا د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د کارکوونکو له فعالیت څخه لېدنه

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د کارکوونکو د فعالیت نه لېدنه کړی. په دې کتنه کې د دې ادارې د بشري منابعو رییس فرید احمد روان او د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر مشر تیمور شاه حمیدي هم حضور درلودل.

ښاغلی حبیبي د کارکوونکو سره یې په کتنه کې د دوی ستونزو او وړاندیزونه استماع کړاو په اړه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونه وکړ. دغه هوایي ډګر د هېواد ترټولو مهم هوایي ډګر ده چې په دوه کاري شفتونو کې ۲۱۰ کارکوونکې پکې  په کار بوخت دي.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د وری ۱۹