په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د Air Cargo برخې څخه د غوره ګټه اخیستنې په هکله بحث او خبرې اترې وشوې

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي، نن چهار شنبه له غرمې مخکې د USAID د ATAR برخې پروژې مسؤلینو سره، د خپل کار په دفتر کې وکاته. په دې کتنه کې د خلکو او سوداګرو لپاره د ښه زمینه برابرولو په موخه، په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د Air Cargo برخې څځه د غوره ګټه اخیستنې په هکله خبرې وشوې.


په دې کتنه کې ښاغلې حبیبي لارښوونه وکړ چې په نږدې راتلونکي کې، په دې اړه د هوایي شرکتونه او د سوداګیریو او صنایعو خونو مسؤلینو سره ناسته ترسره شي.
د عامې اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۶ د لړم