د درنو رسنیو د پام وړ!

نن ورځ د آریانا افغان هوایي شرکت د الوتکې د غورځېدو خبرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي او د هیواد د خلکو په مینځ کې یې اندیښنې راپورته کړي دي.
تر دې دمه د کنټرول ټاور او هوایي ټرافیکو د تنظیم ریاست لخوا هیڅ ملکي هوایي پیښه نه ده تایید شوي او د آریانا افغان هوایي شرکت ټولو الوتکو مرکز ته د فعالیت ډاډ ورکړي.
همداراز د کام اير هوايي شرکت ټولو الوتکو هم د فعالیت ډاډ ورکړی.
تراوسه د کابل د KACC د معلوماتو پراساس د هیواد د فضا څخه د هیڅ یو عبوري پرواز پیښه نه ده رامنځ ته شوې او نه هم مخابره شوی.
د ملکي هوايي چلند اداره د غزنې ولایت هوایي پیښه تعقیبوی او د معلوماتو په ترلاسه کولو سره سم به د خلکو او رسنیو سره شریک شي.
د درنو رسنیو څخه مو غوښتنه ده چې د کره معلوماتو تر ترلاسه کیدو پورې د نه تاييد شوي خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۷ سلواغه ۱۳۹۸
——–