په ولسي جرګه کې دغزني ولایت استازې سره د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي رییس لېدنه

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي په ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازې عارف رحماني سره ولېدل. په دې کتنه کې په غزني هوایي ډګر کې پراختیا او قیرریزي همداسې د جاغوري هوایي ډګر ته د پراختیا ورکولو په اړه سره خبري وکړې. د دې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي وویل دغه اداره د پارلمان استازو له نظریاتو څخه هرکلی کوي.

     د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۶ د کب ۸