د ملکي هوایي چلند ادارې او د کورنیو او بهرنیو هوایي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

دوشنبه -۴ کب ۱۳۹۹
دغه ناسته د ملکي هوايي چلند ادارې د عملیاتي معین امانزیب انصاري په مشرۍ جوړه شوې وه او د هوایی شرکتونو (اماراتو، العربیه، کام ایر ، ترکیش ایرلاینز ، اریانا افغان سربېره پکې د (GAAC) خدماتي شرکت مسوولینو هم برخه اخیستې وه.
د دې غونډې هدف د ځمکني حمل نقل د خدماتو د معیاري کولو د هوکړې سربېره د خدماتو کیفیت، د عوایدو راټولولو روڼتيا او د بهرنیو الوتنو ټیکټ نرخونو په هکله د نظرونو شریکول وو.
د دې ادارې عملیاتي معین په خپلو خبرو کې وویل، دوی د بهرنیو الوتنو لپاره د فیسونو او د عوایدو راټولولو پروسه کې پر روڼتيا او د (GAAC) خدماتي شرکت لخوا چمتو شوي ځمکني حمل نقل خدماتو د کارولو یادونه وکړه او په دې اړه یې ځینې وړاندیزونه وړاندې کړل.
بیا د هوایي شرکتونو استازو د راپورته شویو مسایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ښاغلي انصاري د دوی د اندېښنو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه، چې د ملکي هوایي چلند اداره به د یادومسایلو د حل لپاره اړین ګامونه واخلي.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمريت