د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د تدارکاتو نوي آمر د پلان او پالیسي معین د ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده له خوا معرفي شو.
عبدالغفور اسحق زی د رقابت آزاد«C B R» له لارې په دریم بست کې د تدارکاتو د آمر په توګه وګمارل شو. د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې د پلان او پالیسي معین د تدارکاتو آمر د معرفي پرمهال رښتینولی د یوې مدیر د بریا لار په توګه یاد کړ ویې ویل؛ ټولو کارکوونکو باید په تعهد، رښتینولۍ او هېواد پالنې سره خپلې محوله دندې ترسره کړي.
د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت
۱۳۹۷ د وری ۱۳