د ملکي هوایی چلند اداري د پلان او پالیسۍ معین محترم امانزیب انصاری، د متحده عربي اماراتو د ملکي هوايي چلند له معاون کپټان خالد سره د افغانستان د ملکی هوایی چلند سکتور د معياري کولو، د هوايي ډګرونو د سرټیفیکشن په برخه کی د همکاریو، د افغانستان د ملکي هوایی چلند د اداري او هوایی شرکتونو د ظرفيت سازوني، متحده عربي اماراتو ته د افغانستان د هوايي شرکتونو د مستقيمو الوتنو، ترانزيت او کارګو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د Open Sky Policy او نورو ضروری موضوعاتو په اړه خبرې وکړی.
دا ليدنه، چې په دوبۍ ښار کې وشوه او د پانګوني د اسانتیا واحد رئیس عطاءلله نصیب په حقوقی چارو کې د ولسمشر سلاکار کبیر عيسی خېل، د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) پروژو رئیس فهد داود مومند هم پکې حضور درلود، دواړو لورو د متحده عربي اماراتو د همکاريو د جلب د څرنګوالي، د تجربو شريکولو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.
په دې ليدنه کې، د متحده عربي اماراتو د ملکي هوايي چلند مسؤلينو د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت د معياري کولو په برخه کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې سره د خپلو تجربو د شريکولو او همکارۍ ژمنه وکړه.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت
۲۰ اسد ۱۳۹۹