د ملکي هوایی چلند د اداري د پلان او پالیسۍ معین د معرفت په غونډه کی د ښاغلي معین صاحب د وینا بشپړ متن:

الحمد للهِ وحده والصلاةُ والسلام علی من لا نبي بعده!

اعوذ بالله من الشیطان الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

((إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ الَى أَهْلِهَا))

د ملکي هوائي چلند اداري مشر، محترم دوکتور محمد قاسم وفايی زاده صاحب، د ملکي هوائي چلند د اداري محترم معین شهریار صاحب، قدرمن جنرال صاحب سید عمر صبور، محترم وفا صاحب، د ملکي هوائي چلند اداري قدرمن رئيس صاحبانو، د نورو محترمو وزارتونو او اداراتو استازو، غونډې ته نورو راغلو ښاغلو او أغلو قدرمنو ميلمنو ته ښه راغلاست وايم او د خوږ نبی صلی الله عليه وسلم تل پاتي تحفه تقدیموم.

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!

قدرمنو په پیل کې د قران کريم کوم مبارک ايات چې ما ولوست، دلته الله تعالی خلک مکلف کړي چې د آمانت خاص خيال وساتي او آمانت خپل آهل ته وسپاري، نو د همدغه شرعي آمر پر ځای کولو په خاطر د ملکي هوائی چلند اداري مشرتابه د پيشنهاد پر اساس او د جلالتمآب جمهور رئيس په منظورئ ما باندې د يادي اداري په چوکاټ کې د پلان او پالیسي د معين په صفت اعتماد شوي.

د زړه له تله ترينه مننه کوم.

جناب ډاکتر صاحب تاسی ته او له دې ځایه ټولو درنو مشرانواو ولس ته ډاډ ورکوم چې دغه اعتماد به د الله تعالی په مرسته او د خپلو درنو همکارانو په نه ستړي کيدونکو هلوځلو په احسن ډول پر ځاي کوم، او ستاسی باور او اعتماد به لا هم پياوړی کوم.

قدرمنو، داچې زمونږ پلرونو او نيکونو سترې لاسته راوړنې درلودلي، د نورو عواملو تر څنګ یو ستر عامل په خپل نفس او خواهشاتو باندې حاکميت درلودل وه. په همدې بنياد تاسي محترمو ته ډاډ درکوم چې به خپلو ټولو چارو کې به خپل نفسي خواهشات د خپل کنترول لاندي نیسم. او پري به نږدم چې شخصي ګټې په ملي ګټو باندي غلبه وکړي.

یوه بله مننه هم د جلالتمآب رئیس صاحب جمهور څخه او بالخصوص د چارو د ادارې د لوۍ رئیس صاحب څخه کوم چی د ملکي هوایی چلند اداري ارزښت، د ایکاو غوښتنې او الزامات او همدارنګه اقتصادي محتوا په درک کولو سره یی یو ځل بیا دا اداره د یو ځانګړي فرمان له مخې خپلواکه اعلان کړه. مونږ یی هرکلی کوو او فیصله یی د هیواد په خیر بولو. د ملکي هوایی چلند اداره د هیواد دریمه ستره عایداتي اداره ده او د هیواد په اقتصاد کی رغنده رول لري.

قدرمنو حاضرینو، د ملکي هوایی چلند په اداره کی زمونږ پلانونه، راتلونکي پروګرامونه او لومړیتوبونه په ډیره واضح توګه تعریف شوي دي او جناب ‌‌ډاکټر صاحب د ادارې فعلي وضیعت او آينده پلانونو په اړه هر أړخیزه وينا وکړه، زه یی د تکرار او جزیاتو ذکر کول ضروري نه بولم.

صرف تاسی معززو ته د ډاډ په خاطر يوه موضوع ذکر کول غواړم، هغه دا چی تاسی حاضرین، د هوانوردۍ فامیل او په مجموع کی ولس دی مونږ ته زمونږ ستر چیلنجونه چی زمونږ مخې ته پراته دي، هغه که د ایکاو تفتیش دی، که د بین المللی هوایی ډګرونو سرټیفیکشن دی، که د بین المللي هوایی ډګرونو د ناټو څخه ټرانزیشن دی، که ولس ته د امکاناتو په شتون کې خدمات وړاندې کول دي، که د شفافیت او بنیادي اصلاحاتو موضوع ده او یا داسي نور.

دا تاسی قدرمن ولس مونږ ته سر له اوسه baseline وټاکۍ او د پیشرفت او حل په موخه زمونږ د اجرااتو څخه له نژدي نظارت وکړۍ.

زه پخپله به هم وخت نا وخت ستاسي حضور ته حاضریږم او د پرمختګ جزئیات به درسره شریکوم .

قدرمنو مشرانو، همزولو، ورورنو او خويندو، زما په نظر د یوی ادري نور ددې څخه پياوړی combination نشي برابریدلی چې په رآس کی دی PhD او معینان دی د دنیا د معتبرو پوهنتونونو څخه ماسټري ولري.

توقع مو لوړې او realistic وساتۍ د سترو مثبتو تغیراتو شاهدان به اووسئ. ان شآالله.

په اخره کې د فرصت څخه په استفادي دټولو هغه نوم ورکو همکاراونو، کارمندانو چی د ملي ګټو، د اداري د نیک نامۍ او بهبود په خاطر هلې ځلې کوي ځانګړې مننه کوم. د اداري ټولو همکارانو ته د خدای تعالی څخه د انرژۍ، کاري حوصلې او په چارو کی کامیابي غواړم.

بیا هم غونډې کې د ټولو ګډونوالو نه یوه نړۍ مننه، الله تعالی مو هر قدم د نیکیو په تله کی حساب کړه او ستاسی هره ستړیا دې د هيواد د سمسورتيا او پرمختګ ذریعه جوړه شی.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته