د افق شرق هوایي شرکت له مشر سره د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر لېدنه

د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي د افق شرق هوایي شرکت مشر له ښاغلی هارون ضیا سره د خپل کار په دفترکې وکتل. پهدې کتنه کې د دې ادارې عملیاتي معین کپتان غلام جیلاني وفا د پرواز د مصؤنیت رییس همایون ستانکزی او د دې ادارې د تخنیکي ټېم غړو حضور درلودل.

په دې کتنه کې د افق شرق هوایي شرکت د ري سرتفکیشن په هکله  بحث او تبادل نظر وشوې، د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې عمومي مشر محمود شاه حبیبي وویل؛ د هوایي چلند په ډګرکې د طرزالعملو، مقرراتو او نړیوالو استندردو تطبیقول په هېوادکې دټولو کورنیو او بهرنیو هوایي شرکتونو مکلفیت ده او دغه اداره په دوامداره توګه له دې موضوع څخه نظارت کوي.

هغه زیاته کړه هرهغه هوایي شرکتونه چې تخنیکي او مصؤنیتي تدابیر په پام کې ونه نېسي او یایي خپلې مسؤلیت په سمه توګه ترسره ونکړي به د قانوني چلند سره  مخامخ شي.

د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمریت

۱۳۹۷ د غبرګولې ۲۰