د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د اریانا افغان هوایي شرکت رئیس سره ولیدل

د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکټر محمد قاسم وفایي زاده د اریانا افغان هوایي شرکت رئیس عالم شاه ابراهیمي سره په خپل کارې دفتر کې لیدنه او خبرې اترې وکړي.


په دې ناسته کې د پرواز د سټندردونو رئیس کپتان غلام جیلاني وفا، د خوندیتوب بورډ سرمفتش محترم انجنیر محمد همایون ستانکزی، محترم مسلم خرم، چې پدې وروستیو کې د باختر هوایي شرکت لپاره نوي مسؤل ټاکل شوی، د نومړي شرکت تخنیکي او عملیاتي کارکوونکو برخه اخیستې وه د باختر هوایي شرکت د بیا فعالیدو په اړه بحث وشو.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکم سره سم د باختر هوایي شرکت د بیارغونې لپاره کار روان دی او د پام وړ پرمختګ پکې شوی دی.
ددې شرکت بیا ژوندي کولو هدف د یو معیاري دولتي شرکت رامینځته کول دي چې د هیواد د ولایتونو او لیرې پرتو سیمو ترمینځ د هوایي ټرانسپورټ خدماتو چمتو کولو کې همکاري وکړي او د هیواد خلکو ته ټرانسپورټي اړینې اسانتیاوې چمتو کړي.
د ناستې په وروستیو کې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د ولسمشرۍ ماڼۍ د لارښوونې مطابق کپتان غلام جیلاني وفا ته دنده وسپارله چې ژر تر ژره اړونده مسلې وڅیړي او د باختر هوایي شرکت د بیارغونې لپاره ددې شرکت مسئولینو او د اریانا افغان هوایي شرکت سره په ګډه په یو منظم پلان کار وکړئ ترڅو په راتلونکو څو میاشتو کې دغه شرکت بیا فعالیت پیل کړي.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۲۶ د لیندۍ ۱۳۹۸