اریانا هوایي شرکت، د بهرنۍ پانګونې پر مټ پراختيا مومي.

۲۳ مرغومې ۱۳۹۹
په همدې موخه ناسته، چې نن د ملکي هوایي چلند ادارې د کنفرانسونو په تالار کې د العربیه هوایي شرکت لخوا په اریانا هوایي شرکت د پانګونې په خاطر جوړه شوې وه. پدې ناسته کې چې، مشري یې د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده کوله په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر جاوید احمد په انلاین بڼه، د ولسمشرۍ ماڼۍ د خصوصي مشارکت د پانګونې اسانتیا واحد رئیس فهد داود مومند، د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ مرستیال حسیب الله سروش، د اریانا هوایي شرکت رئیس عالم شاه ابراهیمي، د پروازونو د سټنډرډ عمومي رئیس غلام جیلاني وفا، د العربیه هوایي شرکت مسوولینو او د ملکي هوایي چلند ادارې نورو مسوولینو پکې برخه لرله.
لومړی د ملکي هوایي چلند ادارې عمومي رئیس د العربیه هوایي شرکت مسولينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اریانا هوایي شرکت د تاریخچې، په سیمه او نړۍ کې د هغې د ځای او په هېواد کې د هوایي خدماتو د پراختیا په برخه کې د پان امريکن د رول په اړه خبرې وکړې.
ډاکتر محمد قاسم وفایي زاده د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د تګلارې او د ستراتیژیکو اقتصادي اړیکو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د رئیس جمهور نظر ته په اشارې سره وویل، موږ هېله لرو، چې د العربیه هوایي شرکت د اریانا هوایي شرکت سره همکاري وکړي ترڅو دا هوایي شرکت په سیمه او نړۍ کې یو ځل بیا را ژوندی شي.
ډاکتر وفایي زاده د هوایي ترانسپورت په سکتور کې د پانګونې فرصتونو په اړه هم تفصیلي خبرې وکړې او د العربیه هوایي شرکت له مسولینو یې وغوښتل، چې څومره ژر شونې وي په دې هېواد کې د ملکي هوایي چلند په برخه کې پانګونه وکړي.
سربېره پردې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر جاوید احمد د ملي هوایي شرکتونو معیاري کول او پانګه اچونه یوه مهمه او بنیادي مسئله یاده کړه او ټینګار یې وکړ، چې دوی به دا مسئله د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د افغانستان د حکومت په استازولۍ تعقیب کړي.
په عین وخت کې د اریانا هوایي شرکت رئیس پدې شرکت د العربیه هوایي شرکت لخوا په بهرنیو الوتنو د پانګونې او معیاري کولو د چمتووالي ډاډ ورکړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس فهد داود مومند د عربي اماراتو د هوایی شرکت له چمتوالي مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د العربیه هوایي شرکت لخوا په اریانا هوایي شرکت د پانګوونې په برخه کې دې بشپړه همکاري وکړي.
په اخر کې د العربیه هوایي شرکت مسوولینو له خبرو اورېدو وروسته د یاد شرکت مسولینو د ملکي هوایي چلند ادارې له هرکلي څخه مننه او قدردانی وکړ او مسوولینو ته یې په دې برخه کې د پانګونې د څرنګوالي په اړه د هر اړخیز چمتووالي او همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت