د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس د آریانا افغان هوایي شرکت رئیس سره ولیدل

ډاکټر محمدقاسم وفایي زاده د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئیس د آریانا افغان هوایي شرکت رئیس علم شاه ابراهیمي سره په خپل کارې دفتر کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د شرکت Re- Certification پروسې د بشپړولو او سعودی عربستان ته د حاجیانو د لیږد بهیر په اړه بحث وشو.

د هوایي شرکتونو Re – Certification د اروپایې اتحادي د هوایي چلند د خوندیتوب ادارې غوښتنه ده چې افغانستان د اروپایې اتحادیې د تور لیست څخه د وتلو په خاطر ېي کړي ده.
د اریانا افغان هوايي شرکت د ۲۰۱۷ کال د اګست له ۲۷ راهیسې په دې پروسه کې شامل شوی مګر تر اوسه بشپړه شوی نه ده.
د ملکي هوایي چلند ادارې رئیس دې پروسې اهمیت ته په اشاري هیله څرګنده کړه چې د اریانا افغان هوايي شرکت نوی رئیس تر مشرۍ لاندی به دا پروسه چې اوس څلورم پړاو کې قرار لري په بریالیتوب سره بشپړه شي.
همداراز د ملکي هوايي چلند ادارې رئیس د آریانا افغان هوايي شرکت څخه وغوښتل چې د حاجیانو د لیږد د چمتووالی لپاره کوټلي او پر وخت ګامونه واخلي.
د اریانا افغان هوایي شرکت رئیس د ملکي هوايي چلند ادارې د بشپړ ملاتړ ستاینه وکړه، او ژمنه یې وکړه چې د شرکت د پالنونو سرته رسولو د حاجیانو د لیږد او د Re – Certification پروسې د بشپړولو لپاره به ټول اړین ګامونه واخلئ.
د معلوماتو او عامه اړیکو آمریت
۵ سرطان ۱۳۹۸